د هیواد ختیځو ولایتونو کې راوتلو سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: روانه اوونۍ ختیځو ولایتونو کې سیلابونو ۵۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او زرګونه کورونه یې ړنګ کړي دي.

شدیدو ورښتونو او سېلابونو د ننګرهار په مرکز او زیات شمېر ولسوالیو کې خلکو ته د ځاني زیان سربیره په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ادریس ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې سېلابونو په مرکز جلال اباد ښار، بهسودو، سره رود، چپرهار، روداتو، کوټ، بټي کوټ، ګوشتې، خوږیاڼو او ځینو نورو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

نوموړی وایي، چې د یادو سیلابونو له امله په ګوشتې ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پریوتو له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وایي، د سیلاب ځپلو کورنیو سروې یې پیل کړې او له ځینو سره یې عاجلې مرستې هم ترسره شوي دي.

اخوا نورستان کې هم سیلابونو له ګڼ شمېر خلکو ژوند اخیستی او همداراز یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه ویجاړ کړي دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون رسنیو ته په استول شويو معلوماتو کې ویلي، چې په وروستیو سېلابونو کې د دې ولایت په کامدېش او یو شمیر نورو ولسوالیو کې ۱۵ تنه مړه شوي او شل نور ژوبل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې سېلابونو دغه راز سړکونه ، پلونه ، سلګونه کورونه ، ژرندې ، او زراعتي ځمکې هم تخریب کړي دي .

لټون زیاته کړه:« د نورستان والي د موسېساتو سره په ناسته کې له مرستندویه ادارو غوښتي چې د کامدېش د سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د روغتیا د برخې تر څنګ په نورو برخو کې د مرستو لپاره لاس په کار شي »

سیلاب ځپلې کورنۍ شکایت کوي چې د سرپنا، څښاک اوبو او خوراکي توکو له نشتون سره مخ دي خو تراوسه ورسره مرستندویه ادارو مرسته نه ده کړې.

د ننګرهار اوسیدونکي شاه محمد چې سیلابونو یې کور تخریب کړی اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له حکومت او نورو مرستندویه ادارو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

شاه محمد زیاتوي:«زمونږ کورونه سیلابونو له منځه وړي او هیڅ د سرپناه لپاره نه لرو او داسې مرسته هم له مونږ سره نه ده شوې، چې زمونږ په درد دوا شي؛ له حکومت او نورو مرستندویه ادارو غواړو چې له سیلاب ځپلو کورونیو سره دې مرسته وکړي، ځکه ډیر زیات له ستونزو سره مخ یو.»

بل لور ته په کونړ او لغمان ولایتونو کې سېلابونو عامو خلکو ته د ځاني زیانونو ترڅنګ مالي زیانونه اړولي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نجیب الله حنیف وایي،یواځې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د اورښتنو له امله د یوه کور چت پرېوتی، چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډن دوه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

حنیف زیاته کړه:«تیره شپه د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملک میرویس د کور د کوټې چت پریوتی چې له امله یې میرویس پخپل ژوبل شوی، خو مېرمن او یو لمسی یې مړه او دوه نور  ژوبل شوي دي، ټپیان د لا ښې درملنې لپاره د ننګرهار ته استول شوي دي.»

د لغمان د رسنیو دفتر بیا په خپرو شویو معلوماتو کې ویلي، چې  د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په« غازي اباد» سیمه کې دشديدو بارانونو له امله یو ماشوم او دوه میرمنې مړې شوي او همدارنګه ۱۵ تنه نور ژوبل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس دغه راز په لغمان کې د سیلابونو له امله ۱۵۵ د اوبو کانالونه، ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه،۱۳۰ حیونات،۲۵۰ د استوګنې کورونه،۱۳ باغونه او ۴۰ استنادي دیوالونه له منځه تللي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه