اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د پنجشير او د بغلان اندراب لپارځانګړی نظامي مسوول ټاکلى دى.
د مجاهد په خبره، ملا عبدالقیوم ذاکر پر دغه مقام ګمارل شوی دی.
قیوم ذاکر د طالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه دی. هغه تر دې وړاندې د طالبانو په سرپرست حکومت کې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه ټاکل شوی و.
طالبانو داسې مهال د پنجشیر او اندراب لپاره نظامي مسوول ټاکلی چې په یادو سیمو کې د طالبانو مخالفې جبهې فعالې دي، یوه هغه یې د «مقاومت جبهه» ده چې عملا له دوی سره جګړه کوي.
دغه سیمې په دې وروستیو کې د «مقاومت جبهې» او طالبانو ترمنځ د جګړو شاهدې وې.
د طالبانو مشر اته تنه نور هم په نويو پوځي او ملکي بستونو ګمارلي دي.
