اطلاعات روز: لوګر کې رسمي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د راوتلو سیلابونو له امله ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، ۳۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۲۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
په دغه ولايت کې د طالبانو له امنيه قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې را وتلو سيلابونو د مرکز پل عالم اړوند حصارک او خوښۍ ولسوالۍ کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوښۍ ولسوالۍ اړوند پايان، ده پايين، ابتک او ځينو نورو سيمو کې د سيلابونو له کبله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور کسان لاهم نادرکه دي.
خلکو ته د تیرې شپې (شنبه، ۲۹ د زمري) په اوښتو ځاني تلفاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ مړه او ۲۵ نور ټپيان دي.
د خبرپاڼې په حواله چې د دغو سيلابونو پر مهال شاوخوا ۳۰۰۰ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي، ۲۰۰۰ څاروي يې له منځه تللي او هم يې په سيمه کې پراخه کرنيزه ځمکه تخريب کړې ده.
په لوګر کې د طالبانو ولايتي مسوولينو زياته کړې، چې د خوښۍ ولسوالۍ سيلاب ځپلو خلکو د ژغورنې لپاره هوايي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي.
د لوګر خوښۍ ولسوالۍ او د دغه ولايت د مرکز پل عالم ځينې سيمې تېره شپه د سختو سيلابونو لاندې راغلې چې په تېرو څو لسيزو کې بېساري او ورانوونکي بلل شوي دي.
