اطلاعات روز: د لوګر ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د تېرې شپې راوتلو سيلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان مړه شوي او ځينې يې لاهم نادرکه دي.
په دغه ولايت کې يوې ځايي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل چې سيمه کې لاهم دژغورنې هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه، د تېرې شپې (شنبه، ۲۹ د زمري) سیلابونو له امله تر اوسه ۲۰ کسان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي مړه شوي او لاهم ځينې نادرکه دي.
د خوښۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکي ميرزمان اطلاعات روز ته په لېږل شوي غږيز پيغام کې ويلي، چې هلته په سيمه کې خلک لومړنيو خوراکي توکو ته اړتيا لري.
په لوګر ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين بيا ډاډ ورکوي، چې په خوښۍ ولسوالۍ او حصارک سيمو کې د دوی د ژغورنې ټيمونه د خلکو په را ايستلو لګيا دي او په خبره يې چې ګڼ کسان يې تر دې دمه ژغورلي دي.
اطلاعات روز ته د رسيدلو معلوماتو له مخې چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د ځاني زيان سربېره لسګونه کورونه نړيدلي او هم يې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه وړې ده.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید