د تېرې جګړې پاتې شوني لاهم د ارزګانیانو ژوند ګواښي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: د ارزګان خلک وايي، د تيرو جګړو پاتې شوني لاهم د عامو خلکو او څارویو ژوند ګواښي او په کلي کور، کروندو او څړ ځایونو کې هر قدم په احتیاط سره پورته کوي.

د دغه ولايت اوسيدونکي وايي، د تيرو جګړو څخه پاتې شوي ماينونه ځکه د انديښنې وړ دي چې زيات وخت ماشومان د دغه ناچاوده توکو قرباني کېږي.

د طالبانو او تير حکومت ترمنځ جګړه تر ډيره د ملکي خلکو په کورونو کې وه چې طالبانو د حکومتې سرتيرو د مخنېوي په موخه له ځمکنيو ماينونو ګټه پورته کوله.

ارزګانیان په تېره جګړه کې د طالبانو له لوري ښخ شويو ماينونو څخه وېره لري او زياتوي یاد ماینونه وخت ناوخته ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي. دوی له طالبانو غواړي چې سیمه له ماینونو پاکه کړي؛ ترڅو خلک په ډاډه زړه ژوند وکړي.

محمدحليم چې د ارزګان ولايت د خانقې سيمې اوسيدونکی دی وايي، د دوی کورونه او لارې له ماينونو ډکې دي او غوښتنه کوي چې باید سیمه یې له ښخ شويو ماينونو پاکه شي.

نوموړی وايي په يو شمير سيمو کې د طالبانو ښخ شویو ماينونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د ارزګان نچین سیمه کې چاودیدلی ماین. انځور: اطلاعات روز

محمد حلیم وویل: «زه د خانقې د سيمي اوسيدونکی يم جګړې ودريدې موږ خوشاله وو، چې خپلو کورونو ته به ستانه شو خو داسي ونه شول ځکه زموږ په سيمو کې ناچاود توکي او ښخ شوي ماينونه پاتې دي، زه د خپل کورنۍ هيڅ غړی په يو ميليون نه ورکوم په بازار کې فقر کوم خو خپلې سيمي ته نه ځمه تر هغو چې زموږ سيمه له ماينونو څخه پاکه شوي نه وي.»

دا يوازې محمد حليم نه دی چې د تيرو ناچاوده توکو له ويرې خپلې سيمي ته نه ستنيږي په مرکز

ترينکوټ او ولسواليو کې زيات شمير داسې کورنۍ شته چې په سيمو کې یې ناچاوده توکي پاتې دي چې له امله يې دوی د خپلو اصلي مېنو بي برخې شوي دي.

محمدهاشم چې د پای ناوې اصلي اوسیدونکی دی او دامهال د ترينکوټ په ښار کې ژوند کوي ادعا لري چې د دوی سيمه کمربندي سيمه وه او دپاتې شویو ناچاوده توکو له ويرې نه غواړي چې خپلې سيمې ته ستون شي.
هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ټول ولايت کې د هغو سيمو ناچاوده توکي لېرې کړي چې د تېرې جګړې له امله پاتې شوي وي.

دی وايي، که په ارزګان کې ناچاوده توکي پاک نه شي د ډیرو خلکو د مرګ ژوبلې سبب به وګرځي.

د ارزګان کوټوال سیمه کې په یوه کور کې راټول شوي ماینونه چې طالبانو خپل په لاس جوړ کړي دي. انځور: اطلاعات روز

هغه وويل:«زموږ په سيمه کې هم ناچاوده توکي پاتې دي موږ داسې نه شو کولی چې دغه ناچاوده سرګلولې لېرې کړو حکومت هم تراوسه ورته پام نه دی کړی که داسې پاتې شي نو په راتلونکي کې به د خلکو د وژنې سبب وګرځي حکومت باید دغه ځايونه پاک کړي.»

محمدعزيز چې د ارزګان ولايت د دېک سيمي اوسيدونکی دی او دوه زامنو ته يې د روان کال د حمل په مياشت کې د هاوان سرګلولې په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې وايي، خپلې سيمې ته تر چاودنې درې اوونۍ مخکې راغلی و.

هغه زیاتوي، تيرکال چې د دوی سيمه د جګړو ډګر و، دوی د ترينکوټ په ښار کې اوسيدل خو کله چې جګړې ختمې شوې له خپلې کورنۍ سره اصلي مېنې ته ستون شو.

د هغه په وینا، چې پر دوه زامنو يې د هاوان زړې سرګلولې هغه وخت چاودنه وکړه چې دوی موندلې وه او لوبې يې پرې کولې.

نموړی وایي، په دغه چاودنه کې یې يو زوی وژل شوی او يو بل سخت ژوبل دی چې اوس هم سم روغ شوی نه دی.

عزیز د طالبانو له حکومت او د مين پاکۍ له موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې په ارزګان کې ښخ شوي ماينونه شنډ کړي.

هغه وايي:«زما دوه زامنو د هاوان پټاکۍ پیداکړې وه د لوبو پرمهال یې پرې چاودنه وکړه يو خو هلته شهيد شو او هغه بل مې کندهار ته ورسوه اوس ژوندی دی خو صحت يې برابر نه دی حکومت دې زموږ د سيمو څخه ښخ شوي ماینونه پاک کړي.»

د معلوماتو له مخې ناچاوده زړې سرګلولې او ښخ شوي ماينونه د ارزګان په مرکز ترينکوټ، خانقې،چنارک، نچين، دېيک، پاي ناوې، زاو، ګوګرک، چرمګر، کوټوال او يو شميرنورو سيمو کې چې مخکي د جګړې ډګرونه وو شته دي.

د ارزګان کوټوال سیمه کې چاودیدونکي توکي چې طالبانو له دغه ډول موادو او توکو څخه د جګړې په ډګر کې کار اخیسته او اوس د سیمې خلک قرباني کوي. انځور: اطلاعات روز

د ارزګان لپاره د طالبانو مرستيال والي حاجي مزمل وايي، د خلکو د شته ستونزو اوريدو وروسته دوی د ماين پاکۍ د يوې موسېسې سره غږيدلي او هغوی اوس په دغه ولایت کې دناچاوده توکو سروې او د له منځه وړلو کار پیل کړی دی.

نوموړی وايي، هيله لري چې دغه ولايت کې به ټولې سيمې د ناچاوده توکو او ښخ شویو ماينونو څخه پاکې شي.

ده زياته کړه:«خلکو هم موږ ته دغه ستونزې ويلي موږ بیا د ماين پاکۍ د موسېسې د مسوول سره وږغيدو هغوی سروې وکړه په ټول ولايت کې يې سروې خلاصه کړې په نن او سبا کې به ټولې ستونزې حل شي.»

ارزګان کې د طالبانو مرستیال والي حاجي مزمل. انځور: اطلاعات روز

دا نه يوازې ارزګان ولایت دی چې خلک یې د ښخ شویو ماينونو او نورو ناچاوده توکو څخه شکايت کوي بلکې د افغانستان په زياتو ولايتونو کې د تېرو جګړو پاتې شوني خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ماين په هر ۱۰ قربانيانو کې اته‌یې ماشومان وي چې سهواً د هغو ماينونو سره چې د لوبو شيانو سره ورته‌والی لري، مخ کېږي.

 د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو پر اساس افغانستان کې هره مياشت ۱۵۰ تنه د ماين په چاودنو کې وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا ویلي، چې په افغانستان کې یې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېرو جګړو پاتې شوي نږدې ۱۵۰۰ ماینونه له منځه وړي دي.

د یاد دفتر د معلوماتو په حواله، د دغو ماینونو درې پر څلورمه برخه په کندهار، هلمند او ارزګان کې له منځه وړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر ویلي، پر دې سربېره د دغه سازمان ګروپونو ۲۹۱۷ بمونه هم له منځه وړي، چې د خلکو ژوند یې ګواښه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه