اطلاعات روز: لغمان کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې سیلابونو خلکو ته د سر اومال زیانونه اړولي دي.
د لغمان لپاره د طالبانو والي قاري زين العابدين عابد رسنیو ته په استول شوي کلیپ کې ویلي، چې نن سهار (شنبه، ۲۹ د زمري) او تیره شپه د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اړوند په « غازي اباد» سیمه کې دشديدو بارانونو له امله یو ماشوم او دوې میرمنې وژل شوي او ۱۵ تنه نور ژوبل دي.
نموړی زیاتوي، چې د سیلابونو له امله ۱۵۵ د اوبو کانالونه، ۳۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه،۱۳۰ حیوانات،۲۵۰ د استوګنې کورونه،۱۳ باغونه او ۴۰ استنادي دیوالونه له منځه تللي دي.
هغه له مرستدویه او نورو اړونده ادارو غوښتي چې له سیلاب ځپلو کورنیو سره دې عاجلې مرستې ترسره کړي.
له تیرې اوونۍ راهیسې د سیلابونو له امله په ننګرهار کې ۱۰، نورستان کې ۱۵ او لغمان کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدارنګه خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
