اطلاعات روز: ننگرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د کابل-جلال اباد لویه لار د جلال اباد ښار اړوند اوومه ناحیه کې د راوتلو سیلابونو له امله تړل شوې ده.
ننګرهار کې د ترافیکو مدیر جواد شیرزاد وایي، چې نن سهار (شنبه، ۲۹ د زمري) د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په «نظراباد» سیمه کې د راوتلو سیلابونو له امله یاده لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
ځايي اوسېدونکي هم وايي، تېره شپه او نن سهار د ننګرهار ولايت مختلفو سيمو کې تېز اورښتونه شوي چې له امله يې سېلابونه راوتلي او عامو وګړو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.
اخوا د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یو موټر چلونکي نور احمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یاده لاره دسروبي په سیمه کې هم د زیاتو ورښتونو او سیلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
په ټولینزو رسنیو کې د ننګرهار ولایتي چارواکو سیندونو ته څیرمه له میشتو او د سیلابونو څخه په ډکو سیمو کې له خلکو غوښتي چې ځانونه دې خوندي ځایونه ته وباسي، څو د سیلاب له خطر وژغورل شي.
له تیرې اوونۍ راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو لسګونه کسان مړه او زخمیان کړي، زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي او لسګونه زره جریبه زراعتي ځمکې یې تخریب کړې ده.
د نظر خاوندان هم په دې باور دي، که حکومت له ګواښه ډکو سیمو کې بنسټیزې پروژې عملي کړي ښايي راتلونکي ته عام خلک له زیانه وژغورل شي.
