پکتیا کې د طالبانو د والي مرستیال: امان الله خان قهرمان نه و؛ یو دروغجن شخص و

اطلاعات روز: د هیواد د خپلواکۍ ۱۰۳مې کلیزې د لمانځنې په مناسبت پکتیا کې په جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال «عزیز الرحمان منصور» ویلي، چې غازي امان الله خان قهرمان نه و؛ یو دروغجن شخص و، او له انګریزانو یې د خپلواکۍ په اخیستلو کې هیڅ رول نه دی لوبولی.

نوموړي پرون جمعه (۲۸ د زمري) د خپلواکۍ په مناسبت جوړه شوې غونډه کې زیاته کړې، چې کابو ۱۰۳ کاله وړاندې د هیواد د خپلواکۍ په اخیستلو کې امان الله خان نه بلکې افغان ولس مهم رول لوبولی دی.

نوموړی وايي: «که تاسو د امان الله خان فرامین وګورئ، نو درته معلومیږي، چې ناخوالې له هماغه ځایه شروع شوې دي او له انګریزانو یې هغه خپلواکي نه دی اخیستې او نه ورته قهرمان ویلی شو، بلکې په دې خپلواکۍ کې ولس قرباني ورکړې ده. هلته مونږ لاهم خپلواک نه و، که انګریزان شړل شوي و، خو فکر او فرمانونه یې لاهم چلیدل او افغانستان د اقتصاد له اړخه اشغال و.»

عزیز الرحمان منصور همدا راز واک ته د طالبانو رسیدو ته په اشارې سره وویل، چې د امریکايي ځواکونو او ۱۰۳ کاله وړاندې د خپلواکۍ ترمنځ ډېر توپیر موجود دی، د هغه په خبره چې په هماغه وخت کې یوازې انګریزان شړل شوي و، خو خلکو لاهم فکري او اقتصادي ازادي نه درلوده.

د نوموړي په وینا اوس چې امریکا په هیواد کې ماتې خوړلې، نو هیواد په بشپړه توګه له هر اړخه ازاد شوی دی.

هغه وویل: «امان الله خان یو دروغجن شخص و او هغه ته هیڅکله د غازي لقب استعمالول نه دي پکار، که ۱۰۳ کاله وړاندې انګریزانو ماتې وخوړه، خو له دې ازادۍ سره ډېر توپیر لري، چې اوس مهال مونږ له امریکایانو اخیستې، ځکه اوس خلک له هر لحاظ په امن او ازاد ډول ژوند کوي.»

د والي د مرستیال د خبرو په غبرګون کې بیا ځینې خلک وايي، چې امان الله خان نه یوازې د خپلواکۍ اخیستلو برخه کې قرباني ورکړې، بلکې تمه یې درلوده، چې دغه هیواد په ټوله مانا د نړۍ له نورو هیوادونو سره سیال کړي.

په دې اړه د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل افغانان په دې پوه شوي چې غازي امان الله خان د هیواد لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

نوموړي په طالبانو د نیوکې په ډول دا هم وویل، چې خلکو ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې په ازاد فکر او شانداره مراسمو سره دغه ورځ ولمانځي.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د طالبانو له خوا د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مراسمو کې ملي بیرغ ته د نه اجازې له امله په جوړو شویو مراسمو کې په کم تعداد یوازې د طالبانو نظامي کسانو ګډون کړی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه