اطلاعات روز: وروسته له هغه چې د پکتيکا ولايت په ګيان او برمل ولسواليو کې زلزلې خلکو ته د ځاني زيان سربېره ګڼ مالي تاوانونه هم ور واړول او د هغوی د استوګنې کورونه يې په بشپړه توګه له منځه یوړل اوس ورته د کورونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتیا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د ملګرو ملتونو او ADDA موسېسې له خوا د برمل ولسوالۍ اړوند «ډنګر ليډ» سيمه کې ۱۰۰۰ کورنيو ته د کورونو ودانيو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولايت طبيعي پېښو ته د رسېدو رياست مسوولين وایي، چې په ياده سيمه کې به د هر کور په جوړېدو ۵۰۰۰ امريکايي ډالر لګښت راشي.
د سيمې خلک چې زلزلې يې هر څه ورڅخه اخيستي ورته د کورونو او سرپناه په جوړېدو خوښ دي، هغوی وايي د اوسېدو لپاره ځان نه لري او اوس مهال په بې سرپناه ډول شپې او ورځې تیروي.
د ډنګر ليډ سيمې يو تن اوسېدونکي سليم جان اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دوی ته د سرپناه په برابرېدو سره به يې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي.
شاوخوا درې مياشتې وړاندې زلزلې د پکتيکا ولايت په برمل او ګيان او د خوست ولايت په سپېرې ولسوالۍ کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه، د دې دوه برابره يې ټپيان او هم يې د سلګونه څارويو د له منځه وړلو ترڅنګ سلګونه کورونه هم ونړول، چې اوس يې خلک نه يوازې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، بلکې کولرا ته په ورته ناروغۍ هم اخته شوي دي.
