اطلاعات روز: کندوز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د دې ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د پوځ پوله ساتو ځواکونو پر کنډک موټربم برید شوی دی.
د کندوز والي ویاند عصمت الله مرادي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن (سه شنبه، ۱۳لړم) سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقیقو کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، دغه موټر بم چاودنه د کنډک مخې ته شوې ده.
ښاغلي مرادي زیاته کړه، چې له چاودنې وروسته بریدګرو له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه.
نوموړي دغه راز وویل، مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي او دمګړۍ د دواړو خواوو نښته روانه ده.
ښاغلي مرادي د مرګ-ژوبلې په اړه څه و نه ویل.
په ورته مهال، د دې ولایت امام صاحب ولسوال محبوب الله سعدي د برید نوعیت ته له اشارې پرته، اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، چې «جګړه مهار شوې او اوسمهال حالات د امنیتي ځواکونو واک کې دي.»
نوموړي هم د مرګ-ژوبلې په اړه څه و نه ویل.
خو د کندوز ولایتي شورا غړي صفي الله امیري اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه د موټر بم له امله وه او تر اوسه د پېښې له ځایه دوه مړي او درې ټپيان روغتون ته لېږل شوي.
تر اوسه کوم وګړي یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
کندوز د هېواد په شمال ختیځ کې یو نا امنه ولایت دی. طالبان د دې ولایت په ځینو سیمو کې پراخه شتون لري.
