ننګرهار کې د کوچنیو ماشومانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

انځور: اطلاعات روز ته رالیږل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ځغاستې فدراسیون مسوولین وایي، په دې ولایت کې د ۱۶۰ ماشومانو ترمنځ د منډې وهلو سیالۍ ترسره شوه.

د دغه ولایت د ځغاستې فدراسیون مشر شکرالله پهلوان وایي، په دې سیالیو کې ۱۶۰ ماشومانو برخه اخیستې وه، چې په څلورو کټګوریو کې یادې سیالۍ ترسره شوې.

نوموړی وایي، د دې سیالیو موخه ورزش ته د ماشومانو هڅول او د دوی ترمنځ د غوره استعدادونو په نښه کول وو.

 شکرالله پهلوان زیاته کړه:« ننګرهار کې د منډې وهلو په سیالۍ کې ۱۶۰ ماشومانو برخه اخیستې وه او همدارنګه په راتلونکې کې هم پلان لرو؛ چې دا ډول سیالۍ ترسره کړو هم د ځوانانو او هم د ماشومانو لپاره څو وکولای شو له دې لارې د هیواد په کچه د ځغاستې په برخه کې اتلان ولرو.»

عمر هغه لوبغاړی دی چې په یادو سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

که څه هم دا کوچني ماشومان لا د دې سیالیو په ارزښت نه دي خبر خو خوښ دي، چې په لویه کچه ورته د منډو وهلو زمینه برابره شوې.

عمر زیاته کړه: «مونږ ډیر خوشاله یو چې راته دا ډول سیالۍ برابره شوې وه، مونږ لا هڅه کوو چې په راتلوونکې کې ورزش وکړو او اتلان شو.»

پرواز او کاکړ دوه هغه پلرونه دي د خپلو ماشومانو د هڅونې لپاره د سیالیو نندارې ته راغلي او هر یو یې د خپل بچي د بریا دعاوې کوي.

دوی وایي، دا ډول سیالۍ د ماشومانو په ذهني وده ډېره مثبته اغېزه لرلی شي.

دوی وویل: «دا ډول سیالۍ برابرول ډیرې ښې دي ځکه دا د ماشومان په ذهن مثبت اغیز کوي او همدارنګه د ټولنې نور ماشومان او خلک چې دوی ګوري هغوی هم ورزش ته هڅیږي، نو له نورو ورزشي ادارو هم غوښتنه کوو؛ چې په راتلوونکې کې دې د ماشومانو ورزش ته د هڅونې دا ډول لوبې برابرې کړي.»

کلونه وروسته دا لومړی ځل دی، چې په ننګرهار کې د کوچنیو ماشومانو ترمنځ د ځغاستې یا منډې وهلو سیالي په لاره اچول کېږي.

لوبغاړي هیله مندي ښيي چې تر دې وروسته به د زون او بیا د هېواد په کچه په لویو سیالیو کې برخه واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه