وسله وال طالبان دې نور له جګړو لاس واخلي

د زرمت ولسوالي اوسېدونکي:

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د لويې او ګڼ نفوسه زرمت ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له جګړو خورا ستړي او زيانمن شوي او د دولت لخوا د نورو اسانتياوو برابرولو سربېره له وسله والو طالبانو غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

د زرمت ولسوالي ډېری برخې له لومړيو د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې او دا سيمه د پکتيا سربېره د شاوخوا ولايتونو لپاره هم وسله والو طالبانو ته مهمه ده.

دوی دا خبرې د دې ولسوالي د يوه مهم قومي مشر محمدنعيم فاروق او د هغه د يو ورور او درې زامنو د دويم تلين په مراسمو کې وکړې، چې د امريکايي ځواکونو تر ملاتړ لاندې ضربتي ځواکونو لخوا وژل شوي و.

د يادې کورنۍ اوسنی مشر او د محمدنعيم فاروق ورور غلام محمد صالح خېل وايي هېڅ داسې ارګان نشته چې د انصاف لپاره يې دروازه نه وي ورټکولې، خو په خبره يې تر اوسه هيچا دوی ته د دوی جرم ندی په ګوته کړی.

صالح خېل وايي له خپل حق څخه نه تيريږي، خو که سوله راشي، د ورته پېښو مخنيوی به شوی وي.

نوموړي زیاته کړه: «زه ولسمشر ته وايم چې ستا دروازې ته سل وارې ټکولې، د داخلې او دفاع وزارتونو او ملي امنيت رياست دروازې مې ټکولې دي، خو هيچا ځواب ندی راکړی. حاضر يم که مې جرم کړی وي، سزا دې راکړل شي، که نه د دې صحرايي محکمې ځواب او عدل غواړم.»

د پکتیا زرمت کې راټول شوي وګړي له طالبانو د جګړې بندېدو غوښتنه کوي

د زرمت د سُرکۍ سيمې اوسېدونکی ډاکټر ګل رحمن صالح خېل وايي چې د دې ولسوالي اوسېدونکي د جګړو له امله سخت ځپل شوي او زيانمن شوي او اوسمهال په خورا سخت حالت کې ژوند تېروي.

صالح خېل زياته کړه: «دواړو خواوو ته د ټول زرمت خواست، عذر او ژړا ده، چې د خدای لپاره دا اور مړ کړئ. والله دلته داسې ډېر کورونه شته چې پنځه، شپږ او اته يتيمان ور پاتې شوي، خو د ګهېځ او بېګا نلري.»

د سهاکو سيمې اوسېدونکي ګل ولي وويل چې د وسله والو طالبانو مشرتابه بايد د هېواد او خلکو حساس حالت په درک کولو انعطاف وکړي او نور مسايل له سياسي لارې تعقيب کړي.

ولي وايي: «نور بايد امن راشي، وطن کې بايد نورې وينې توی نشي، پر دې رحم وشي او د رحمت په سترګه دې ورته وکتل شي. له حکومت ته وايو چې مشکلات حل کړي او اصلاح راولي او طالب ته هم عذر کوو چې دا خلک او وطن نور مه تباه کوئ.»

د دې سيمې يو بل اوسېدونکی قاري فضل رحمن وايي چې جګړه بايد هر څه ژر ودرول شي؛ ځکه په خبره يې د زرمت او روحاني بابا ولسواليو خلک جدي مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي وويل: «لکه څنګه چې نوره اسلامۍ نړۍ او د دنيا خلک د سولې او امن حق لري، همدارنګه موږ افغانان هم د سولې، امن او ښايسته ژوند حق لرو. د تعليم، سړک، برق او نور ټول حقونه لرو. موږ له دولت او طالبانو غواړو چې د سولې مسله جدي ونيسي او د دنيا له نورو خلکو سره مو سيال کړي.»

په دوحه کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو دوام خلک ډېر هيله من کړي و، خو د يادې ډلې لخوا د جګړو زياتولو د خلکو هيلې بېرته پيه کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه