اطلاعات روز: نورستان کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په بیلابیلو سیمو کې د تیرې شپې د سخت باران او سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه (سې شنبه، ۲۵ د زمري) د کامدېش ولسوالۍ د پتیګل، چنارخوړ، ګوهر دېش، بازګل، ساریت، او کمو په ساحو کې د سېلابونو له امله د لومړنیو معلوماتو په اساس ۱۵ تنه مړه شوي او د دې ترڅنګ سېلابونو سړکونه، پلونه ،سلګونه کورونه، ژرندې، او زراعتي ځمکې تخریب کړي دي.
نوموړی همداراز وايي، چې والي په همدې اړه د موسېساتو سره په ناسته کې له مرستندویه ادارو غوښتي چې د کامدېش د سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې لپاره د روغتیا د برخې تر څنګ په نورو برخو کې د مرستو لپاره لاس په کار شي .
د نورستان په ګاونډ کونړ کې هم د تیرې شپې سیلابونو د خلکو د استوګنې سلګونه کورنه تخریب کړي او همداراز یې سلګونه جریبه زراعتي ځمکه له منځه وړې ده.
کونړ کې د طالبانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د زیانونو د ارزونې مدیر احسانالله نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د وړمې ورځې سېلابونو له امله په څوکۍ، وټه پور، خاص کونړ او پېچ درې ولسوالۍ کې د اوبو یوه شبکه، یو جامع جومات او ۶۵ کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه په بشپړ ډول تخریب شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د څوکۍ ولسوالۍ په «بابړو» سیمه کې یو جامع مسجد او په پېچ درې ولسوالۍ کې د اوبو یوه شبکه تخریب شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې چې په ټولیز ډول په کونړ ولایت کې سیلابونو تر ۸۵۰ جریبه زياته کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
سیلاب ځپلې کورنۍ هم د طالبانو له حکومت د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ یو اوسیدونکي نورګل چې کور یې سیلابونو تخریب کړی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،چې د تېرې شپې اورښتونو او سېلابونو له امله یې د کور د درېیو خونو چتونه او دیوالونه غورځېدلي او د کورنۍ درې غړي یې ټپيان دي.
د یادونې وړ ده، چې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله په ننګرهار کې هم د سلګونه خلکو کورونه تخریب شوي او هم یې خلکو ته د مالي زیان سربیره ځاني زیان اړولی دی.
