اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځايي چارواکي په دې ولایت کې د اور لوبې سرګلولې چاودنې له امله د يو طالب په ګډون د څلورو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وایي، پرون مازديګر مهال (یکشنبه، ۲۳ د زمري) د دغه ولايت د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د اور لوبې سرګلولې چاودنې پر مهال د يو طالب په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.
دوی زیاتوي، د یو طالب ترڅنګ یو ځوان او دوه ماشومان ټپيان شوي چې سملاسي د طالبانو لخوا روغتون ته لیږدول شوي دي اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
دغه راز کندهار کې د طالبانو د والي وياند حاجي زيد په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې رد کړې ګواکې د کندهار دویمه ناحیه کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښته شوې ده.
د تېرې جګړې پاتې شونو او د ناچاوده سرګلولو سره د لوبو کولو له امله داسې پیښې رامنځته کېږي چې ډیری قربانیان یې ماشومان وي.
