اطلاعات روز: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پر افغانستان د طالبانو یو کلنه واکمنۍ کې د جګړې له کمېدو پرته هر څه منفي وو.
نوموړي له هندي رسنۍ «انډیا ټوډی» سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک پر دې خوښ دي، چې تېر یوه کال کې جګړه نه وه او د «جګړې دواړو غاړو ته زیات افغانانو خپل ژوند له لاسه ور نکړ.»
د کرزي په وینا، له دغه ټکي پرته «هر څه» منفي وو.
پخوانی ولسمشر وايي، واک ته د طالبانو رسیدو وروسته میلیونونه افغانان بهر ته ولاړل، د پوهنې برخه اغېزمنه شوه او د افغانستان اقتصاد په «ډېر بد حالت» کې قرار لري.
هغه زیاتوي، چې یو سوکاله افغانستان هغه افغانستان دی چې وګړي یې لوستي وي او نارینه او ښځې په ګډه سره اوږه په اوږه کار وکړي.
پخواني ولسمشر د وضعیت د ښه کیدو هیله څرګنده کړه.
هغه وايي، د طالبانو تګلاره باید بدله شي، څو نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي.
واک ته د طالبانو رسیدو سره سم د شپږم ټولګي پورته ښوونځې د نجونو پرمخ وتړل شول او همدارنګه په ډیری دولتي ادارو کې ښځې د کار کولو څخه منعه او په کور کښیناستې.
د کورنیو او بهرنیو فشارونو سره، سره دغه ډله له خپلې پرېکړې په شا نه شوه.
