اطلاعات روز: د طالبانو سرپرست حکومت سبا دوشنبه د زمري د میاشتې ۲۴مه د کابل د سقوط کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د باختر دولتي خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې سبا د امریکا او د هغوی د متحدینو د «اشغال» پر وړاندې د طالبانو د بريا د لومړۍ کليزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
تېر کال د زمري د میاشتې په ۲۴مه په داسې حال کې چې طالبانو له پنجشیر پرته د ټولو ولایتونو مرکزونه ونیول، او د کابل تر دروازو رسیدلي وو، ولسمشر اشرف غني له هېواده تیښته وکړه.
کله چې د غني تېښته عامه شوه، طالبان کابل ته ننوتل او ارګ یې ونیوه.
په پام کې وه چې طالبان د کابل په دروازو کې ودریږي او له سیاسي هوکړې وروسته پلازمینې ته داخل شي؛ خو دغه ډله وايي، چې د تېر حکومت د امنيتي چارواکو د تیښتې په صورت کې دوی مجبور شول چې د امنیت تامین په موخه کابل ته ننوځي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وايي چې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره یې له طالبانو غوښتي چې کابل ته ننوځي.
خو د اشرف غني په ګډون د تېر حکومت چارواکي وايي چې طالبانو خپله ژمنه پوره نه کړه او له وخته مخکې کابل ته ننوتل.
