اطلاعات روز: نیمروز کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکز زرنج ښار په دویمه حوزه کې د یو کس جسد موندل شوی دی.
نيمروز کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریيس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې د مرکز زرنج ښار د دویمې حوزې طالب ځواکونو نن (چهارشنبه، ۱۹ د زمري) د یادې حوزې اړوند سیمه کې د یو کس جسد موندلی دی.
هغه وايي، دکيمرو د ثبت شویو ويډيوګانو پراساس يې معلومه کړې چې جسد په دوه موټرو کې دغه سیمې ته انتقال شوی دی.
د طالبانو دغه مسوول زیاتوي، چې د پيښې په تړاو يې تراوسه څوک نه دي نيولي خو زياتوي چې څيړنې يې پېل کړې دي.
طالبانو د وژل شوي کس په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته هیواد کې د جنايي پيښو او غلاوو ګراف لوړ شوی چې خلک یې اصلي لامیل فقر، بې کاري او رواني ستونزې یادوي.
