پکتیکا او خوست کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: پکتیکا او خوست کې له شوې زلزلې وروسته د دغه ولایتونو په ګیان،برمل او سپیرې ولسوالیو کې سلګونه کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي؛ ۱۳ کسانو تر دې دمه ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ځايي خلکو په وینا چې په سیمه کې یې له هغې زلزلې وروسته چې له امله یې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول، پاتې ډېره برخه ښځې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي، چې د ځینو یې روغتیايي وضعیت د اندېښمنې وړ ښودل شوی دی.

د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي شوکت ځدراڼ اطلاعات روز ته وویل، چې د دغې ناروغۍ نښې تبه، نس ناستې او سر درد دی، چې له کبله یې په سیمه کې درې کسان مړه شوي هم دي.

ځدراڼ وايي: «له زلزلې وروسته اوس په ګیان کې خلکو ته د نس ناستې ناروغۍ پیدا شوې او ما چې کوم معلومات کړي نو په لوی ګیان سیمه کې زیات خلک ورباندې اخته شوي او همدا رنګه په ډنګر ویشته کلي کې هم ځینې کسان په نس ناستې، سر درد او ځینو نور امراضو اخته شوي دي.»

دغو نښو ته په کتو بیا روغتیايي مسوولین یاده ناروغۍ کولرا ته ورته بولي او لامل یې هم ناپاکه اوبه یادوي.

له ګیان وروسته د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم خلک په ورته ناروغۍ اخته شوي، چې د روغتیاپالانو د معلوماتو له مخې د هماغه ولسوالۍ اوسېدونکي هم پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

د پکتیکا ولایت تر څنګ په خوست سپېره ولسوالۍ کې بیا له دغې ناروغۍ د مړینې کچه لوړه ښودل شوې، د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست د ګرځنده یو روغتیايي ټیم مسوول چې په سیمه کې یې د ناروغانو درملنه پیل کړې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې سپېره کې تر ۱۰ پورې کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د کولرا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال لسګونه نور له دغې ناروغۍ کړیږي چې روغتیايي کار کوونکي یې په درملنه بوخت دي.

یاد مسوول وویل: «مونږ دلته له تېرو څو اونیو راهیسې په ګرځنډه ډول د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ او ځینو نورو کلیو کې ګرځو او د هغو ناروغانو درملنه او ورته درمل ورکوو، چې په نس ناستې او نورو ناروغیو اخته شوي دي. دلته د دغې ناروغۍ له کبله تر اوسه لس کسان مړه شوي دي.»

کولرا ته د ورته ناروغۍ خپرېدو وېره لاهم شته او  په دې اړه روغتیايي ادارې اندېښنه لري، که یې پر وخت د اخته شویو ناروغانو درملنه و نه شي، نو خلک به له نورو ګڼو ستونزو سره مخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه