ننګرهار کې د پاچاخان مزار ودانیزې چارې بشپړې شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي، د خان عبدالغفار خان «پاچاخان» د کمپلیکس ټول کارونه بشپرشوي دي.

د دې ریاست مشر رحیم الله خوږیاڼي په وینا، د پاچان خان مزار د جوړیدو چارې په ۱۳۹۸ل کال کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له خوا پیل شوې وې.

ښاغلي خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پاچا خان د مقبرې په ودانۍ ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

خوږیاڼی زیاتوي: «د پاچان خان د مزار چارو لس میاشتې وخت ونیوه، چې اوس یې کارونه بشپړ شوي او دا به یو علمي مرکز وي ډیرې فرهنګي غونډې به هم دلته ترسره کیږي.»

ننګرهار کې د پاچا خان جوړ شوی مزار

نوموړي همداراز له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د پاچا خان مزار د هیواد او کوزې پښتونخوا په کچه د «عدم تشدد» یو مهم مرکز یاد کړ او هیله مندي یې وښوده چې، د دې ودانۍ جوړیدل به دې ولایت ته د سیلانیان تګ راتګ زیات کړي.

خوږیاڼي وویل: « ننګرهار کې دغه دې د پاچاخان مزار هم تکمیل شو، نو هیله شته چې په دې سره له نورو ولایتونو د سیلانیانو تګ راتګ هم زیات شي او دا به خلکو ته یو نوی فکر ورکړي.»

 

فرهنګیان هم د پاچا خان د مقبرې جوړیدل د نوي ځوانانو د فکري بدلون لپاره مهم مرکز یادوي او هیله مند دي، چې د دې کمپلیکس سره په ټول هیواد کې د عدم تشدد فلسفه لا قوي شي.

لیکوال او ژورنالېست باز محمد عابد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه غوښتنه وکړه، چې له دې مرکزه دې د نوي نسل په فکري جوړښت پوره ګټه واخلي.

عابد زیاتوي: «د پاجا خان مرکز نه یوازې د ننګرهار د اوسیدونکو لپاره ښه زیری دی، بلکې دا مرکز به وکولای شي په ټول هیواد کې د عدم تشدد فلسفه لا پیاوړې کړي او ځوانان به هم وپوهیږي چې پاچا خان څوک و؟»

خان عبدالغفار خان چې پښتنو له ډیر مینې «پاچان خان» یاد کړی دوه دیرش کله وړاندې یې په ۱۳۶۷ لمریز کال په پېښور کې ومړ او د خپل وصیت سره سم یې جسد جلال اباد ته انتقال او دلته په خپل پلرني کور کې خاور ته وسپارل شو.

د پاچا خان د مقبرې جوړیدل چې د ډیرو افغانانو ارمان بلل کیده، چې د مزار د چارو پشپړیدا یې په لر او بر کې د ډیرو پښتنو له هرکلي سره مخ شوی او په ټولنیزو شبکو یې د هغه د مزار جوړیدل ستایلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه