پکتیا کې څه باندې ۱۰۰۰ غواګانې د پوستکي ناروغۍ له امله مړې شوي

اطلاعات روز: لمپي سکین یا د پوستکي ناروغۍ چې اوس مهال د سویل ختیځ زون په ځینو ولایتونو کې خوره شوې تر اوس یې په سلګونه غواګانې له منځه وړي دي، چې له دې ډلې یې یوازې له ۱۰۰۰ ډېرې غواګانې په پکتیا ولایت کې مړې کړي او له دې دوه برابره زیات څاروي ورباندې اخته شوي هم دي.

د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، د پوستکي د ناروغۍ له امله په مرکز ګردېز، سیدکرم او احمد ابا ولسوالیو کې په زیاته کچه څاروي له منځه تللي دي.

په ورته مهال بیا د پکتیا ولایت د څارویو روزونکي د دغې ناروغۍ په پراخېدو اندېښمن دي او وايي، چې اوس مهال په پکتیا کې لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

د دوی په وینا چې په دې ولایت کې ډیری خلک په کورونو کې د غواګانو ساتنه کوي، چې له دې لارې ورباندې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، خو د خواره شوي مرض او د غواګانو د مړینې له کبله خلکو ته مالي زیان رسېدلی دی.

د مرکز ګردېز یو تن اوسېدونکي میلاد احمد اطلاعات روز ته وویل، چې اوس مهال له زرو ډېرې غواګانې مړې شوې او له ۲۰۰۰ څخه زیاتې ورباندې اخته شوې دي.

نوموړی د پکتیا ولایت د کرنې او مالدار‎ۍ له ریاست غوښتنه کوي، چې د پوستکي ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي او د لا زیاتو تلفاتو مخه دې ونیول شي.

هغه وايي: «مونږ د دغې ناروغۍ له کبله سخت اندېښمن یو، ځکه دا زمونږ د ګټې وټې یوازینۍ سرچینه ده او د ډیرو خلکو غواګانې یې مړې کړې دي، چې تر اوسه یې یې شمېر له ۱۰۰۰ غواګانو اوړي.

زمونږ غوښتنه دا ده، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست لاس په کار شي، تر څو د نورو تلفاتو مخه ونیول شي هغه څاروي چې اوس په دې ناروغۍ اخته شوي باید ورته واکسین پیدا او خلکو ته ووېشل شي.»

په ورته مهال د سید کرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي میربازک افغان بیا وویل، چې د دوی په سیمه کې لمپي سکین ته ورته ناروغۍ یوه ښځه هم نیولې ده.

د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په خپله فیسبوک پاڼه له خلکو غوښتنه کړې، چې څارویو ته له خپلسرو واکسینونو ورکړې ډډه وکړي.

له پکتیا ور هاخوا په خوست او لوګر ولایتونو کې هم دغه ناروغۍ د خپرېدو په حال کې ده، چې په ګڼو سیمو کې یې لسګونه څاروي له منځه وړي او سلګونه نور ورباندې اخته شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه