ننګرهار کې د ډینګې ناروغۍ زیاتیدو په اړه اندیښنې

اطلاعات روز: ننګرهار کې روغتیايي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ډینګې ناروغۍ پېښې کمې شوي او د درملنې لپاره يې دوی بشپړ چمتووالی لري.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیر محمد آفتاب رسنیو ته په یوه استول شوي ويډیویي کلیپ کې ویلي، چې په دې ولایت کې ۶۰ تنه په یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زیاته کړې چې دغه راز په تېرو پنځه میاشتو کې ۱۷  تنه د دې ولایت حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه راغلي، چې له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.

افتاب زیاته کړه:«په ننګرهار کې د ډینګې ناروغۍ پېښې شته او مونږ د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پوره چمتوالی نیولی او کوم ارقام چې خپاره شوي هغه سم نه دي، مونږ هڅه کې یو چې دا ناروغۍ کنترول کړو او خلکو ته هم سپارښتنه کوو چې له یادې ناروغۍ دې ځان خوندي وساتي.»

 د ننګرهار د حوزوي روغتون د انتاني ناروغیو متخصص رنځوروال عبدالاحد وایي، ډینګې ناروغۍ يوه ويروسي ناروغۍ ده، چې درملنه نه لري او د غوماشې په وسیله له يوه انسان څخه بل ته انتقالیږي.

سرخرودي زیاته کړه:«ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده هغه څوک چې پر یادې ناروغۍ اخته کیږي، په لومړیو کې سردرد، ځان درد او شدیده تبه وي نو که څوک په ځان کې یاد علایم ګوري باید ډاکتر ته ورشي او د ځان درملنه دې وکړي،د پشه خانو استعمال او د اوبو د ډنډنو وچول یې مخنیوی کوي.»

د ننګرهاراوسیدونکي هم په دې وروستیو کې د ډينګي او يو شمېر نورو موسمي ناروغیو زیاتوالي اندېښمن کړي.

د ننګرهار یوه اوسیدونکي اکبر شاه له یادې ناروغۍ څخه د مخنیوي په برخه کې له روغتیایي چارواکو د لازمو اقداماتو غوښتنه کوي.

اکبر شاه زیاته کړه:«په دې وروستیو کې په ښار او ولسوالیو کې د ډینګې ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي او زما خپله د کورنۍ غړي پرې اخته شوي او ورسره خوا کې ځینې نورې موسمي ناروغۍ هم مخ په خپریدو دي، له روغتیایي مسوولینو غواړو چې د یادې ناروغۍ مخنیوی دې وکړي او لازم اقدامات دې ترسره کړي.»

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په ننګرهار کې د ډینګې ناروغۍ پر چټکې خپرېدا اندېښنه ښودلې وه.

یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي وو، چې په  وروستیو دوو میاشتو کې په ننګرهار کې پر ډینګې ناروغۍ ۶۴ کسان اخته شوي او د نورو د اخته کیدو ویره هم شته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه