اطلاعات روز: داعش ډلې د کابل لوېديځ پل سوخته سيمه کې د تېرې ورځې (شنبه، ۱۵ د زمري) چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
دغې ډلې د کابل په لوېديځ سرکاریز سيمه کې هم د چاودنې مسووليت منلى و، چې له امله يې لږ تر لږه اته تنه ووژل شول او ١٨ نور ټپيان شول. د دې چاودنې قربانیان د محرم ویر کوونکي وو.
د کابل امنیه قومندانۍ د پرون ورځې په پای کې وویل، چې د پل سوخته په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
له یو شمیر روغتونونو څخه د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، د کابل لوېدیځ پل سوخته سیمه کې د پرونۍ چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او ۴۱ ټپیان دریو جلا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د روغتیايي چارواکو او عیني شاهدانو په حواله ویلي چې د تېرې ورځې په چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د کابل لوېدیځ په تېرو دوو ورځو کې د پرلپسې خونړیو چاودنو شاهد دی چې طالبان وايي، د محرم د مراسمو د امنیت د تامین لپاره یې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
په افغانستان کې شیعه افغانان د عاشورا په ورځ د ښارونو لارو کوڅو ته راوځي او د امام حسین ویر کوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې د دوی یاد مراسم د بریدونو ښکار ګرځیدلي دي.
