لوګر کې اهل تشیع وګړي د عاشورا مراسمو لپاره د امنیت تامین غوښتنه کوي

اطلاعات روز: لوګر میشتي شیعه مذهبه پیروان د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د عاشورا مراسمو د امنیت تامین لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

په لوګر کې د اهل تشیع وګړو له ډلې یو تن حاجي خلیل حسیني اطلاعات روز ته وویل، چې امنیتي ګواښونو ته په کتو اندېښمن دي، چې دوی به هم د داعش ډلې تر بریدونو لاندې راشي.

د هغه په خبره که په دغه ولایت کې یې امنیتي ادارې امنیت خوندي نه کړي نو پر وړاندې به یې ستونزې لا ډېرې شي.

نوموړي وویل: «څه موده وړاندې په لوګر پل عالم کې زمونږ د قوم څلور ځوانان چې په یوې نانوايي کې یې کار کاوه د نامعلومو کسانو له لوري په شهادت ورسېدل چې دا یو اندېښمنونکي پېښه وه او اوس چې د عاشورا مراسم پیل شوي نو مونږ د خپل امنیت په اړه اندېښمن یو او له طالبانو مو غوښتنه دا ده  چې زمونږ امنیت ټینګ کړي تر څو دوښمن خپلو شومو اهدافو ته و نه رسیږي.»

د دغه قوم یو بل شخص سید ولي جان هم په هیواد کې د داعش ډلې د فعالیتونو په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دوی د شته امنیتي ګواښونو له امله په ډاډه زړه خپل مذهبي مراسم نه شي ترسره کولی.

د محرم په لسمه د شیعه مذهبه پیروانو ځانګړي مذهبي مراسم

نوموړی د خپلو خلکو د امنیت ساتنې لپاره له طالبانو د اړتیا وړ څو میله وسلو غوښتنه کوي.

جان وویل: «دلته مونږ ته که وسله راکړل شي او یا زمونږ امنیت دوی ټینګ کړي دا هم ښه خبره ده، خو د داعش حضور ته په کتو باید امنیتي ګواښونه عادي و نه ګڼل شي او د دې د مخنیوي لپاره باید پوره هڅې وشي.»

په همدې حال کې بیا په لوګر کې د طالبانو امنیتي مسوولین د اهل تشیع وګړو او د عاشورا د مراسمو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عمر منصور اطلاعات روز ته وویل، چې د عاشوار مراسمو د امنیت خوندیتوب لپاره د ولایتي ادارې په کچه ګډه ناسته را بلل شوې وه.

د هغه په وینا چې د اهل تشیع وګړو سره په مخامخ لیدنه کې د والي له خوا ډاډ ورکړل شوی چې د دوی به پوره امنیت ساتي. 

که څه هم په پلازمینه کابل کې د عاشورا مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، خو تېره ورځ د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د یوې چاودنې پرمهال ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه راز تېره اونۍ هم په کارت سخي سیمه کې د داعش او طالبانو ترمنځ په ساعتونو نښته روانه وه چې تر نورو ډېر اهل تشیع وګړي پکې ژوند کوي، د ځايي خلکو په وینا د داعش ډلې هدف هم د عاشورا مراسم و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه