طالبان: ارزګان کې مو نږدې ۴۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې کړي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې یې نږدې ۴۵۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې ترسره کړي دي.

ارزګان کې د طالبانو د والي مرستیال حاجي مزمل رسنیو ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د وروستیو سیلابونه له امله د ارزګان په مرکز او ولسوالیو کې ملکي خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

نموړی زیاتوي، د تېرو پنځه اوونيو په موده کې سیلابونو د ارزګان په چنارتو، خاص ارزګان، ګيزاب او شهيد اساس ولسوالیو کې پراخ زيانونه اړولي چې په خبره یې د مرستندویه موسېساتو په همکاري یې یادو ولسوالیو ته مرستې رسولي دي.

هغه وویل:«په تيرو پنځه اوونيو کې د ارزګان ولايت په خاص ارزګان، ګيزاب، چنارتو او شهيداساس ولسواليو کې سيلابونو چې کومو خلکو ته زيان رسولی و، موږ ۴۴۷۷ کورنيو ته د خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې ورسولې سيلابونو ډير زيات تاوانونه رسولي يوازې د خاص ارزګان ولسوالۍ د اوفران په سيمه کې سيلابونو د ۴ سوه څخه تر۵ سوه پورې کورونه ويجاړ کړي دي.»

حاجي مزمل زياته کړه، چې د يو شمير ولسواليو لارې هم سيلابونو تړلي چې دوی يې د خلاصولو هڅې کوي.

د ده په خبره د خاص ارزګان لاره یې تېره ورځ خلاص کړې او د شهیداساس او ګیزاب ولسوالیو لارې لاهم بندې دي او خلاصولو هڅې یې روانې دي.

ورته مهال سيلاب ځپلي لاهم شکايت کوي او زياتوي چې ورکول شوې مرستې يې بسنه نه کوي.

زين الله چې د ګيزاب ولسوالۍ څخه مرکز ترينکوټ ته د مرستو په ترلاسه کولو پسې راغلي اطلاعات روز ته يې وويل چې سيلابونو زيات زيانونه ورته اړولي او ورسره شوې مرستې يې بسنه نه کوي.

نوموړی زیاتوي:«زما کور سيلابونو وړی ولاکه مې په کور کې شی هم پاتې وي د ګيزاب ولسوالۍ څخه دلته راغلم عریضه مې وکړه ما ويل مرسته به راسره وکړي خو هيڅ شی نه دی راکړل شوی.»

د وروستیو ورښتونو له امله راوتلو سیلابونو د ارزګان ترڅنګ د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه