جو بایډن: افغانستان کې مو د القاعده مشر ایمن الظواهري وژلی دی

انځور: رویټرز

اطلاعات روز: د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د القاعده مشر ایمن الظواهري د افغانستان د پلازمېنې کابل په زړه کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

هغه وویل، چې خپله یې د دې برید اجازه ورکړې او د الظواهري په وژلو سره عدالت تامین شوی او دا ترهګر مشر نور ژوندی نه دی. د امریکا د ولسمشر په وینا، د القاعده مشر په دې وروستیو لسیزو کې پر امریکایانو او په تانزانیا کې د امریکا پر سفارت بریدونو کې مهم رول لوبولی دی.

د امریکا ولسمشر زیاتوي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته الظواهري د القاعده شبکې مشري پر غاړه درلوده. هغه وویل چې الظواهري له کلونو راهیسې د امریکا تر تعقیب لاندې و او په دې وروستیو کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د یو ځای کیدو په موخه کابل ته تللی و.

جو بایډن وویل، دغه برید کې بل چا او ان د الظواهري د کورنۍ غړو ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې. هغه وویل: «الظواهري د القاعده یو له مهمو شخصیتونو څخه و. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د بن لادن د مرستیال په توګه کار کاوه. پر الظواهري برید په دقیق ډول پلان شوی و. یو بریالی ماموریت و.»

بایډن زیاته کړه، چې امریکا به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل شي. هغه وایي، امریکا د امریکایانو د ګټو ساتنه ته دوام ورکوي او که هر څوک د امریکا پر وړاندې ګواښ وکړي، امریکا به یې پیدا او پر وړاندې به یې اقدام وکړي.

تر دې مخکې امریکايي او د ملګرو ملتونو چارواکو د طالبانو د بیا واکمنیدو سره افغانستان کې د القاعده بیا راپيدا کیدو خبرداری ورکړی و. د روان کال په جوزا میاشت کې ملګرو ملتونو وویل، چې القاعده په افغانستان کې د پټنځای په پیدا کولو سره په راتلونکو کلونو کې د نویو بریدونو د ترسره کولو وړتیا پیدا کوي. دغه سازمان ویلي چې د القاعده او ورسره تړلو ډلو لسګونه لوړپوړي مشران په افغانستان کې مېشت دي.

د امریکايي چارواکو په وینا دغه هوايي برید د یکشنبې په ورځ (۹ د زمري) د کابل په شیرپور کې پر یوه کور شوی دی. طالبانو دا برید د دوشنبې په ورځ تایید کړ او ویې ویل چې دا د «دوحی د تړون ښکاره سرغړونه» ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي، چې په لومړي سر کې د دغه بريد څرنګوالى نه دى مشخص شوى، خو د دوى د امنيتي او استخباراتي ادارو لومړنۍ موندنې ښيي، چې دغه بريد د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په وسيله شوى دى.

مجاهد زیاته کړې، دا برید که په هره موخه او پلمه ترسره شوی وي طالبان یې غندي، د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه یې سرغړونه بولي.

د القاعده دغه مشر په داسې حال کې په کابل کې وژل کېږي چې طالبانو له امریکا سره په یوه تړون کې ژمنه کړې وه چې «د القاعدې په ګډون به بل هیڅ غړي، نورو اشخاصو او ډلو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه امریکا او د هغه د متحدینو امنیت و ګواښي.» خو اوس د کابل ښار په زړه کې د هغه مړینه چې د طالبانو اکثره مشران پکې اوسیږي، د القاعده او طالبانو ترمنځ د اړیکو پیچلتیا ښيي.

که څه هم د امريکا ولسمشر په خپلو خبرو کې د طالبانو هیڅ يادونه ونه کړه، خو ويې ويل چې د الظواهري د استوګنې په اړه يې د قناعت وړ شواهدو تر موندلو وروسته د بريد امر کړى دى.

سناتور لیندسي ګراهام په یوه ټویټ کې د ښاغلي بایډن ادارې ته د دې عملیاتو مبارکي ورکړې، خو زیاته یې کړې یې ده چې باید دا درک کړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ترهګرې ډلې پیاوړې کیږي او دا د امریکا لپاره مستقیم ګواښ دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د الظواهري د مړینې هرکلی کړی او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې پر نړیوالې همکارۍ او هڅو ټینګار کړی دی.

ایمن الظواهري د امریکا «تر ټولو سترو تروریستانو» په لیست کې و. هغه د سترګو جراح و او د بن لادن د ښي لاس سړی او د القاعده شبکې د متفکر مغز په توګه یادیده. هغه په ​​مصر کې زیږیدلی او په ۱۹۸۰ کلونو کې د خپلو فعالیتونو له امله زنداني شوی و. له زندانه تر خوشي کېدو وروسته مصر ته ولاړ او بیا په افغانستان کې له بن لادن سره یو ځای شو. هغه او بن لادن له افغانستانه د سپټمبر د یوولسمې، حملې پلان کړې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه