د شپږیزې کرکټ لیګ؛ امو نهنګانو پامیر او سپین غر بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه

ACB

اطلاعات روز: کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ د لوبو په دوام د نن ورځې لومړۍ سیالۍ کې امو نهنګانو پامیر زلمیانو او دویمه سیالۍ کې سپين غر پړانګانو بند امیر ښامارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د نن ورځې لومړۍ لوبه کې امو نهنګانو پامير زلميانو لوبډلې ته په ٢٠ اورونو ١٣٠ منډې هدف وټاکه٠

په مقابل کې پامير زلميانو په شلو اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ١٠١ منډې جوړي کړې او ټاکلى هدف يې پوره نکړ چې په دې سره پامیر زلمیانو د سږ کال په شپږیزه لیګ کې د لوبو سفر پای ته ورسوه.

دغه راز د نن یکشنبې ورځې په دویمه سیالۍ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلمشر افتاب عالم د لوبې بچه وګټله او سپین غر ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سپین غر لوبډلې د نجیب الله ځدران په ښې ټوپوهنې سره چې ۸۱ منډې یې ترسره کړې سیالې لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې ۲۱۵ منډې هدف وټاکه.

ورپسې بند امیر لوبډلې توپوهنه پېل کړه چې ټاکلي هدف پسې ونه رسیده، ۱۱۷ منډو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۹۷ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

سپین غړ لوبډلې د نننۍ لوبې په ګټلو سره د لوبو جدول کې د ۱۲ امتیازونو په خپلولو سره لومړی ځای ونیوه او پلې اف سیالیو ته مخکې شو، خو بند امیر د نننۍ ماتې سره د مخکې تګ څخه پاتې شو ځکه چې په ټولو ترسره شویو اووه لوبو کې یې درې ګټلي او څلور یې وبایللې.

یاده دې وي چې د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په روان بهیر کې سبا سهار لومړۍ لوبه د بست ساتونکو او کابل بازانو او دویمه لوبه وروسته له غرمې د هندوکش سټارز او مس عینک اتلانو ترمنځ ترسره کیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه