نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.

په دغه ولایت کې یوې ځایي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نښته نن (یکشنبه، ۹ د زمري) سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د کنګ ولسوالۍ د «درويشوک» په سرحدي کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينه د سختې جګړې خبره کوي او وایي، چې په دغه نښته کې یو طالب سرتیری وژل شوی دی.

نیمروز کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي یاده نښته تاییدوي او وایي، چې په دې نښته کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

دوی زیاتوي، چې د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په «درویشوک» سیمه کې ایراني پوله ساتو د طالبانو د سرحدي ځواکونو پر ګزمه د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه مسوولینو ویلي، چې د طالبانو سرحدي ځواکونو ځوابي ډزې نه دي کړي او په دې اړه یې د مرکز سره معلومات شریک کړي دي.

ورته مهال، د ایران فارس خبري اژانس، چې د ایران سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ ده د ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې ساعت وړاندې د هیرمند شهرستان/ ولسوالۍ د «شغالک» په ​​سیمه کې د ایراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د ایران د هیرمند ولسوالۍ مشر میثم برازنده ویلي، چې دا جګړه د طالبانو له خوا د سرحدي تیري وروسته رامنځ ته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، په دې جګړه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر دې وړاندې هم د ایران سرحدي ځواکونو او طالبانو څو ځلي نښتې کړې دي. څه موده وړاندې د افغانستان او ایران پر پوله د ورېښمو پول د یوې شخړې له امله تړل شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه