زابل کې وروستیو سېلابونو د ۲۶ تنو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو ځايي چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله ۲۶ تنه مړه شوي او ۲۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

زابل کې طالبانو د فوايد عامې ریيس حاجي قاسم اطلاعات روز ته وويل، په دې ولايت کې د وروستيو سېلابونه له کبله ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وايي، په مړو شويو کسانو کې ۱۳ طالبان، ۴ ښځې، ۳ ماشومان او ۶ تنه نارينه شامل دي.

حاجي قاسم زیاتوي، چې دغه سېلابونه د زابل په مرکز قلات، ارغنداب، سيوري، شمولزو، خاک افغان، دای چوپان او شهر صفا ولسواليو کې را وتلي دي.

د ده په خبره، چې اوس هم په ځينو ولسواليو کې د سېلابونو اوبه روانې دي او د خلکو کورونه نړوي.

د فواید عامې رییس وویل، چې تراوسه د سېلابونو اوبو شاوخوا ۲۵۰ کورونه نړولي او تر ۵۰۰ جريبه ډېره زراعتي ځمکه یې له منځه وړې ده.

د ده په وینا، د انګورو او بادامو باغونه په مکمل ډول له منځه تللي، ځکه چې له سېلابونو سره غټه ږلۍ هم مل و.

د ده له قوله: «تر اوسه خو د طالبانو د حکومت له لوري داسې خاص مرسته نه ده ترسره شوې خو پر يو لړ پلانونو کار روان دی، مرستندويه سازمانونو هغه لکه UNICEF, WFP او داسې نورو مرستې کړې، که ووايم په هرې ولسوالۍ کې په ميليونونه ډالره تاوانونه او زيانونه پېښ شوي دي.»

وروستیو سیلابونو نه یوازې زابل ولایت کې بلکې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې یې ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه