اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت د کونړ-جلال اباد پر لویه لار د رکشې او ټوډي موټر د ټکر له امله یو تن مړ شوی او ۷ کسان نور ټپيان دي.
یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، پېښه نن (پنج شنبه، ۶ د زمري) سهار د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره رامنځته شوې ده
د عبدالله په نامه یو موټر چلوونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار د بهسود ولسوالۍ اړوند «قلعه خیالي» سیمه کې د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره رکشه او ټوډي موټر ټکر شوي، چې له امله یې د رکشه چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او په رکشه او ټوډي موټر کې ناسته ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
نوموړی د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو ګړندی تګ ښودلی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه مراعات کول او ګړندی تګ هغه لاملونه دي چې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي.
