کندهار کې د راوتلو سیلابونو له امله یوې مور د پنځه اولادونو سره ژوند بایللی

اطلاعات روز: د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ځايي سرچینې وایي، په دې ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له امله یوه میرمن او د هغې پنځه ماشومان مړه شوي دي.

سرچینې وایي، تېره شپه (چهارشنبه، ۵ د زمري) د کندهار په مرکز، ژړۍ، شاوليکوټ، ميوند، ارغنداب او ځينو نورو ولسواليو کې سېلابونه راوتلي او لا هم د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې دوام لري.

په دغه ولايت کې د باران موسېسې مشر ډاکټر محمد حقبین اطلاعات روز ته وويل، تېره شپه د ژړۍ په سنځري کلي کې د سېلابونو د راوتو له امله د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

ډاکټر حقبين زیاتوي، چې پر یادو کسانو کور نړېدلی او پکې شته کسانو ژوند بایللی دی.

نوموړی همدا راز وايي، چې په کندهار ښار کې هم د يوې کورنۍ څلور تنه زخميان شوي خو نور کوم چاته زيان نه دی اوښتی.

همدارنګه کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين بیا وايي، تېره شپه سېلابونو يوازي د دغه ولايت په ژړۍ او ارغنداب ولسواليو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

د دوی په خبره، چې د سپين بولدک په ولسوالۍ کې خلک د سیلاب په اوبو کې بند پاتې دي او د ژغورنې له پاره يې کار روان دی.

دغو مسوولینو زیاته کړې، چې سیلابونو نه یوازې ځاني تلفات نه دي اړولي بلکې کرنیزې ځمکې، کورونه او باغونه یې هم له منځه وړي دي.

په همدې حال کې د ژړۍ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ته وويل، د تېرې شپې د سیلابونو له امله د ژړۍ ولسوالۍ په «سنځري» کلي کې شپږ کسان مړه شوي دي.

دی زیاتوي، د سیلابونو راوتو له امله لارې کوڅې بندې دي او خلک لګیا دي د خپلو کورونو اوبه باسي او ورک کسان لټوي.

هغه وویل، لا هم د سېلابونو اوبه روانې دي او په نورو سيمو کې باران شروع دی.

د يادونې وړ ده چې د هوا پيژندنې ادارې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونه د راوتو خبر ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه