اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ او بېلابېلو ولسواليو کې د سیلابونو راوتو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د ارزګان ولايت لپاره د طالبانو د طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزي ريیس حاجي خالد وايي، چې د تېرې دوشنبې (۳ د زمري) راهيسې د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ، خاص ارزګان، شهيد اساس او د ګيزاب ولسوالۍ په «خلج» سيمه کې سیلابونه راوتلي چې له امله يې خلکو ته د سر او مال زيانونه رسولي دي.
نوموړي زیاتوي، چې د ګيزاب ولسوالۍ په «خلج» سيمه کې د راوتلو سيلابونو له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا، چې په مرکز ترينکوټ او یو شمیر ولسواليو کې د سيلابونو له امله د خلکو کورونه ويجاړ شوي او ترڅنګ یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
حاجي خالد وویل:«د ارزګان ولايت په ترينکوټ، خاص ارزګان، او شهيد اساس ولسواليو کې سيلابونه راوتلي چې له امله يې د خلکو کورونه نړولي دي په خلج سيمه کې دوه کسان اوبو وړي موږ بوخت يو چې بيړنۍ مرستې ترسره کړو او دغو کسانو ته مرستې ورسوو.»
په ورته مهال هغه کورنۍ چې سيلابونو ورته زيان اړولی زياتوي چې مرستو ته اړتيا لري او باید ورسره مرستې وشي.
د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د ولي محمد په نوم يوه سيلاب ځپلي اطلاعات روز ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته یې پر کور سلاب راغلی او نړولی یې دی.
نوموړی زیاتوي، چې د دوی د کلي زيات شمير کورونو ته اوبه ننوتلي او کورونه يې ورته نړولي دي.
دی د طالبانو له حکومت څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کوي.
دغه راز د دغې سيمې يو بل اوسيدونکي حاجي لالا چې د انګورو باغ يې اوبو لاندې کړی زياتوي چې د انګورو په ياد باغ يې څلور کاله خواري کړې خو سيلابونو يې هرڅه له منځه وړي دي.
نوموړی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې مرستې وشي. د ارزګان ترڅنګ سيلابونو د هېواد په نورو ولايتونو کې هم خلکو ته د سر او مال زيانونه اړولي دي.
