ننګرهار او نورستان ولایتونو کې ورښتونو او سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو مسوولین وایي، د دې ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو راوتو له امله زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې یو تن مړ او دوه نور تري تم دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي قریشي بدلون په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، چې د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې د تیرې شپې د ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې یو تن پکې مړ شوی او درې تنه نور لا تري تم دي.

بدلون زیاتوي دغه سیلابونه  چې ډیری یې په کوټ، بټي کوټ، روداتو، کامې، ښیوې او سره رود ولسوالیو کې راوتلي چې په کې زرګونه جریبه ځمکه له منځه تللې او یو شمیر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ یوه اوسیدونکي نیک محمد اطلاعات روز ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې نن (یکشنبه، ۲ د زمري) د زیاتو ورښتونو او سیلابونو راوتو له امله په زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه او د خلکو کورونه ړنګ شوي دي.

نوموړی وایي د دې سره د یادې ولسوالۍ په نظر اباد سیمه کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یو پول هم نړیدلی چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ نظر اباد سیمه کې سیلابونو یو پل نړولی او د کابل-جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده

د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی شیرمحمد چې د ورښتونو له امله یې کور نړیدلی وایي، د کور توکې او څاروي یې په بشپړ ډول سیلابونو وړي دي.

شیرمحمد زیاتوي:«سیلاب مې کور نړولی، مال او د کور ټول توکي مې اوبو وړي او صرف مونږ او کورنۍ مو ځانونه خوندي ځای ته ویستلي اوس له زیاتو ستونزو سره مخ یم، له حکومت غواړوم چې ماسره مرسته وکړي ځکه هر څه مې سیلابونو وړي دي.»

بل لور ته سیلابونو د سره رود ولسوالۍ په نظر اباد سیمه کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره یو پل هم نړولی چې چارواکي یې د ژر جوړیدو خبره کوي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست مرستیال فضل الربي ولي زي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یاد پول پر ځای یې د یو بل بدیل پول د جوړیدو چارې پیل کړي څو تړل شوې لاره تر مازدیګر پورې د ترافیکو پرمخ پرانیزي.

دغه راز د نورستان محلي مسوولین وايي، چې دغه ولایت کې د شویو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه کړي دي.

د دې ولایت د پېښو پروړاندې د چمتووالي رییس قیام الدین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سېلابونو د نورګرام ولسوالي د پوشک او کولتڼ سیمو څخه د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه کړي او د نورګرام ولسوالي ترڅنګ یې په واما، منډول او برګي‌مټال ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زياتوي چې په دې سېلابونو کې د واما ولسوالي د ارچڼو او د برګي‌مټال ولسوالي د اولیګل او بدینشاه، همدارنګه د نورګرام ولسوالي د کولتڼ او پوشک سیمو او د منډول ولسوالي په یو‌شمېر نورو سیمو کې د هستوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې، ژرندې، کانالونه او سړکونه ویجاړ شوي او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بارانونه شوي چې پرمهال یې سېلابونه راوتلي او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه