زابل کې په نس ناستې ناروغۍ د اخته کسانو ثبت شوې شمېرې نږدې ۶۰۰۰ ته رسیدلې دي

اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي مسوولين وایي، په دې ولايت کې په شدیدې نس ناستې ناروغۍ د اخته کسانو ثبت شوې شمیرې نږدې ۶۰۰۰ ته رسیدلې دي.

زابل ولايت کې د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، د شديدې نس ناستې ناروغۍ له پېل څخه تر دې دمه په ياد ولايت کې ۵زره د نس ناستې ناروغۍ رسمي پېښې ثبت شوي او د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې ناروغان په شخصي روغتيايي مرکزونو کې تداوي شوي.

دی وايي، يوازې ۵ تنه په یادو ناروغانو کې مړه شوي او هغه هم په نورو ناروغیو اخته وو.

نوموړی زیاتوي، دغه ناروغۍ یې کنترول کړې خو بيا هم د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې ولايت کې له ۳۰۰ څخه بيا تر ۵۰۰ پورې د شديدې نس ناستې پېښې ثبت شوي وي.

د ده په خبره، همکارو موسېساتو او د طالبانو د عامې روغتيا وزارت ورسره مرسته کړې او د نورو عاجلو روغتيايي مرستو وعده يې هم ورسره کړې.

د زابل د عامې روغتيا ریيس په وینا همکارو موسېساتو اوس د ژورو څاه ګانو د پاکوالي او نظارت پروسه پېل کړې ترڅو د دغه ولايت ټول خلک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي.

دغه راز روغتياپالان وايي که پر وخت د دې ډول ناروغیو مخه ونه نیول شي نو ناروغ کس خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دوی په دې باور دي چې د افغانستان په ډېرو ولسواليو کې اوس هم خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او د ويالې او سر لوڅو څاه ګانو څخه د څښاک اوبه ترلاسه کوي.

د يادونې وړ ده چې په کندهار، زابل، هلمند، ارزګان او نورو ولايتونو کې د شديدې نس ناستې ناروغۍ پېښې تر پخوا څو برابره زياتې شوي دي.

يوازې د دې ناروغۍ ۶۵۷ پېښې په کندهار ولایت کې ثبت شوي دغه راز هلمند او ارزګان ولايتونو کې هم ګڼ شمېر کسان پرې اخته شوي دي. لسګونه کسانو بيا له همدې ناروغۍ له امله د لوې کندهار په کچه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه