د طالبانو د اوبو او بریښنا وزیر: د پلتو او مچلغو بند د کار پېل په اړه ژمنه نشي کولای

اطلاعات روز: د طالبانو د اوبو او بریښنا سرپرست  وزیر پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې د پلتو او مچلغو بندونو د کار پېل په اړه له خلکو سره کلکه ژمنه نه شي کولی.

عبدالطیف منصور په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د مچلغو او پلتو له بندونو څخه لیدنه کړې ، خو په دغه سفر کې یې کومه داسې ژمنه نه ده کړې چې په یادو بندونو به کار پېل شي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي، چې د نمایشي سفرونو پر ځای دې خلکو ته د عملي کار برنامې وړاندې شي.

د دغه ولایت یو تن اوسېدونکي نور شاه کټوازي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې د طالبانو د بریښنا سرپرست وزیر دغه ولایت ته د سفر پر مهال یوازې له دیني عالمانو سره ناسته کړې، خو د مچلغو او پلتو بند د جوړېدو په اړه یې هیڅ کومه ژمنه و نه کړه، چې په دغه بند به کله کار پېل شي.

نوموړي وویل: «مونږ په تېر نظام کې له دا ډول نمایشي سفرونو تر پوزې راغلي و او دا دی د طالبانو مشرانو هم ورته لاره غوره کړې، د اوبو او بریښنا وزیر دوه ورځې وړاندې پکتیکا ته له کومې برنامې پرته راغلی و، بیا یې یوازې ناسته له ملایانو سره وکړه او ولس ته یې هیڅ کومه ژمنه ور نه کړه، چې څه پروژې په راتلونکې کې لري.»

د بریښنا وزیر چې تېره ورځ (پنج شنبه، ۳۰ د چنګاښ) پکتیا ته هم تللی و، له مچلغو بند څخه یې د لیدنې پر مهال کلکه ژمنه نه ده کړې، چې د مچلفو په بند به څه وخت عملي کار پېل شي.

مچلغو بند چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې خلک جوړېدو ته په تمه دي، د تېر نظام پر مهال د پخواني ولسمشر غني له لوري ورته بودیجه ځانګړې شوې وه او خورا چټک کار ور باندې پیل شو، خو د نظام له ړنګېدو وروسته اوس د دغه بند برخلیک لاهم نه دی معلوم.

د معلوماتو له مخې چې په مچلغو بند میلیونونه ډالره مصرف شوي او هم له ۸۰ ډېر کارمندان او امنیتي کسان ور باندې ووژل شول، خو د بند کار په لس سلنه کې همداسې پاتې دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه