اطلاعات روز: طالبانو د خپل یو کلن حکومت په دوران کې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند « بالادِه »سیمه کې د يو سړک د جوړېدو چارې پیل کړې.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار دننه د تخریب شویو سړکونو د بیارغیدو او د ښار په داخل کې د پلي لارو او کوڅو د پخیدو هوډ لري.
د جلال اباد ښاروالۍ د سکټوري او تخنیکي چارو رییس دوست محمد چهاردیوال نن (پنج شنبه، ۳۰ د چنګاښ ) وویل، تازه یې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د یو شمیر کوڅو د پخیدو چارې د ۱۹.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کړې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د یادې پروژو په پلي کیدو سره به نه یوازې خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، بلکې د ښار ټولې هغه کوڅې او پلې لارې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي چې له دې وړاندې یې چارې نیمګړې پاتې وي.
دوست محمد زیاته کړه:«د جلال اباد ښاروالۍ د ښار په داخل کې د ټولو کوڅو او پلو لارو د جوړیدو هوډ لري، چې تازه د ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د یو کیلو مټر سړک د جوړیدو چارې پیل شوې او همدارنګه د دې پروژې په نورو برخو کې به د بګرامۍ او همدارنګه د الف مېنې سړک هم جوړ شي او ورسره به خواکې ویالې،کوچني لښتي هم په کانکریټي ډول جوړ شي.»
نوموړی همداراز وایي، چې د ښار په ټولو ناحیو کې د تخریب شویو سړکونو د بیا جوړیدو او داغ ګیرۍ لپاره بودیجه منظور شوې، چې په نیږدې وخت کې به یې چارې پېل شي.
په همدې حال کې د جلال اباد ښار اوسیدونکي هم خوښ دي، چې په ولایت کې یې د لومړي ځل لپاره طالب چارواکي پلې لارې او کوڅې په اساسي ډول جوړوي.
دوی له ښاروالۍ د ښار دننه د پلي لارو او کوڅو د جوړیدو غوښتنه هم کوي.
عام خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د سړکونو د جوړیدو پرمهال دي په قرادادیانو د څار ترڅنګ د پروژې په تطبیق کې د سړک کیفیت او ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي.
