اطلاعات روز: د کندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ ځايي طالب چارواکي وایي، په دې ولسوالۍ کې یې دوې ښځې د اخلاقي فساد په تور نيولې دي.
ارعنداب ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي مسوولین زیاتوي، یادو ښځو په دغې ولسوالۍ کې غيرې اخلاقي کړنې ترسره کولې او فحشا ته يې لمن وهله.
د دوی په خبره، چې دغو ښځو د خپل موبایل نمبرونه پر سړيو او ځوانانو وېشل او وروسته به يې غيرې اخلاقي کړنو ته دعوتول.
د ارغنداب ولسوالۍ مسوولين زياتوي چې نيول شوې ښځې يوه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ او بله د ارزګان ولايت اصلي اوسېدونکې دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې يوه ورځ وړاندې هم کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي مسوولینو د غلا په تور يوه ښځه نيولې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې کندهار ولايت کې د ښځو له لوري د غلا ډېرې قضیې ثبت شوې دي.
