د طالبانو د امر بالمعروف وزیر: د اسلامي نظام لپاره نور فرمانونه هم صادرو

اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو ویلي د اسلامي نظام د جوړېدو لپاره به ځینې نور فرمانونه هم یو د بل پسې صادر شي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنیفي پکتیا ولایت ته په سفر کې د طالبانو له ولایتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په ګډه ناسته کې ټینګار کړی، چې تېر فرمانونه به عملي کوي او د اسلامي نظام د جوړېدو لپاره به ځینې نور هم صادر شي.

حنیفي زیاته کړې، چې د اسلامي حکومت د بقا لپاره امر بالمعروف وزارت مهم رول لري او د هغه په خبره له نړیوالو فشارونو سره، سره بیا هم له خپلو پرېکړو نه تېریږي.

نوموړي ویلي: «که په یوې سیمه کې امربالمعروف نه وي، نو په هماغه خلکو د خدای قهر نازلیږي، مونږ د دې لپاره مټې را بډ وهلي چې دلته سوچه اسلامي نظام رامنځته کړو او په همدې مخه به ټولې پرېکړې عملي کوو، نور فرمانونه هم په لاره دي.»

هغه همدا راز د خپلو خبرو پر مهال په امریکا او ناټو نیوکه کړې، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.

د حنیفي په خبره دوحه کې له امريكا سره شوې هوکړه د طالبانو حکومت عملي کړې، خو برعکس امریکا ورڅخه سرغړونه کړې ده.

ده د جوړې شوې غونډې پر مهال له ولسي خلکو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو له حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړي، په داسې حال کې اوسني نظام د خلکو هغه غوښتنه چې د نجونو ښوونځیو خلاصون دی، تر اوسه یې ورته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت په داسې حال کې د خپلو پرېکړو په عملي کېدو ټینګار کوي، چې د دوی د شویو پرېکړو په وړاندې پراخه نړیوال غبرګونه راپارېدلي او تر اوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو نظام په رسمیت نه دی پېژندلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه