اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې يوې مېرمن د خپل کشري لېور په همکارۍ خپل خاوند وژلی دی.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالصبور زابلي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۷ د چنګاښ) د جلال اباد ښار د اتمې حوزې اړوند «دامان» سيمه کې رامنځته شوې چې يوې مېرمنې د لېور په همکارۍ خپل خاوند وژلی دی.
د زابلي د معلوماتو له مخې چې وژل شوی کس لومړی د خپلې میرمنې له لوري نشه شوی او بيا د يو پړي په وسيله زندۍ شوی دی.
نوموړی وایي، چې امنیتي ځواکونو دواړه قاتلين نیولي او په لومړنيو پلټنو کې يې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې ویډیو کې د خپل خاوند په قتل تورنه مېرمن اعتراف کوي، چې د کورني تاوتريخوالي له امله مجبوره شوه چې خاوند ووژني.
نوموړې وایي، څه موده وړاندې يې په کور کې ستونزې رامنځته شوې چې هغه او خاوند يې له خپلې کورنۍ جلا شول خو هره ورځ يې خاوند وهل ټکول ورکول او ژوند يې تريخ شوی و.
میرمن زیاتوي: « ما مې خپل لیور ته تلیفون وکړ چې زما خاوند تا تورنوي او هره ورځ په همدې بهانو وهل او ټکول خورم نو راشه چې له دې خاوند ځان خلاص کړم بيا دا لیور راغی، د خوب ګولۍ يې راوړې، ما ورته چايو کې ورکړې، کله چې نشه شو بيا مو په ویده حالت کې زندۍ کړ.»
د وژل کس د کورنۍ یو بل غړی هم مني او وايي، له ډېرې مودې يې کور کې جنجالونه و، چې پايله کې يې د وژل شوي کس کشر ورور او ورېندار له لوري مشر ورور ووژل شو.
په دې وروستیو کې د هیواد د نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د میرمنو له لوري د خپلو خاوندانو د وژلو پېښې زیاتې شوي چې لامل یې کورنی تاوتریخولی ښودل شوی دی.
