اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې شپږ تنه وسله وال غله نیولي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست نن (دوشنبه، ۲۷د چنګاښ) نیول شوي وسله وال غله په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وښودل.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو ریيس ډاکټر بشیر په دې اړه جوړ شوي کنفرانس کې وویل، چې یادو وسله والو غلو غوښتل، جلال اباد ښار کې د حجاز په نوم د یوه سټور له مالک نه پيسې واخلي او هغه وتښتوي، خو له پېښې وړاندې یاد کسان د طالبانو امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول.
نوموړی وایي، له نیول شویو کسانو څخه یې یو شمیر وسلې او همدارنګه کرولا ډوله موټر هم ترلاسه کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې وسله والې غلاوې ډېرې شوي او هره ورځ عام خلک د لارې شکوونکو غلو شکایتونه کوي.
خو چارواکي بیا ډاډ ورکوي، چې هڅه کوي، د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي او عاملین یې ونیسي.
