ننګرهار کې یو ځوان د فقر او ناچارۍ له امله د خپلې کورنۍ وژلو ته اړ شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ مشر د فقر او ناچارۍ له امله غوښتل د زهرو په وسيله د خپلې کورنۍ ټول غړي ووژنې چې د کلي ځوانانو یې مخنیوی کړی.

د ننګرهار غني خيلو ولسوالۍ دځوانانو يووالي ټولنې یو غړي عزیز خان نن (یکشنبه، ۲۶ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یادې ولسوالۍ اړوند «قلاو» قریه کې د منور په نامه یو ۲۷ کلن ځوان چې دوه کاله وړاندې یې پلار وفات شوی اوس د لس کسیزې کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده.

نوموړی زیاتوي یاد کس د فقر، ناچارۍ او بې روزګارۍ له امله غوښتل د زهرو په وسيله د خپلې کورنۍ ټول غړي ووژني چې د یادې ټولنې ځوانان ترې خبر شوي او مخنیوی یې کړی دی.

د عزیز خان په خبره له نوموړي سره د یادې ټولنې له لوري په کلي کې د خوراکي توکو چنده ټوله شوې او هم د ځینو خلکو له لوري ورسره نغدي مرسته شوې ده.

عزیز خان زیاتوي:«د غني خیلو ولسوالۍ په قلاو قریه کې د منور په نامه یو ۲۷ کلن ځوان چې پلار یې دوه کاله وړادې وفات شوی وو او اوس د لس کسیزې کورنۍ سرپرستي د همدې هلک تر غاړه ده.

یاد هلک به له دې وړاندې مزدوري کوله خو څو ورځې کیږي چې مزدوري یې نه ده پیدا کړې او کور کې یې د خوراک لپاره هم څه نه درلودل نو ځکه مجبور شوی چې د کورنۍ غړو ته زهر ورکړي او له منځه یې یوسي، خو بیا مونږ خبر شو او له یاد کس سره مو مرسته وکړه.»

هغه وایي، یاده کورنۍ اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او له سرمایداره خلکو یې غوښتي چې له یادې بې وزله کورنۍ سره دې مرسته وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د یادې کورنۍ په اړه خلکو خواشیني ښودلې او ځینو یې د مرستې ډاډ هم ورکړی دی.

له دې وړاندې په ننګرهار کې یو کس د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو پښتورګو پلورلو ته اړ شوی و.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره ګڼ شمیر خلک بې روزګاره شوي، چې له امله یې زیات بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي لارو تللي او پاتې یې دلته له اقتصادي ستونزو کړیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه