د جلال اباد ښاروالۍ د یخ د تولید فابریکې د لوړ پلور له امله تړلي دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د جلال اباد ښاروالۍ د یخ د تولید ټولې فابرېکې په دې موخه تړلي، چې په خپل سر یې نرخونه لوړ کړي.

ښاروالۍ وایي دوی یادو فابریکو ته د یوې کُندې یخ بیه ۴۰ افغانۍ ورکړې، خو هغوی یې په ۷۰ افغانۍ پلوري.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد نن (پنج‌شنبه، ۲۳ د چنګاښ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تر هغې چې د یخ فابریکو مسوولین د دوی له لوري ورکړل شوې نرخنامه عملي نه کړي فابریکې به یې تړلې وي.

بل لورته بیا ښاریان هم په ښار کې د یخ له لوړو بیو شکایت کوي.

د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکي عابد خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په تېرو دوو ورځو کې د یخ د یوې کُندې بیه له ۵۰ تر ۸۰ افغانیو لوړه شوې، چې ډېری خلک یې د اخیستو توان نه لري.

هغه وایي، له یوه لوري سخته ګرمي او بل لورته د فابریکو د مسوولینو لوړ نرخونه عام خلک سخت زیانمن کړي.

جلال اباد کې د یخ پلورلو موټر چې د یخ کمبود له امله پرې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده

د فابریکو مسوولین بیا په دې برخه کې ښاروالۍ ګرمه بولي.

په جلال اباد ښار کې د یخ د یوې فابریکې منشي نجیب الله وایي، د برېښنا پرچاوي او د تېلو لوړې بیې د دې لامل کېږي، چې د یخ پر تولید لګښت ډېر راشي او دوی اړ دي، چې بیې لوړې کړي.

نجیب الله زیاته کړه:«په جلال اباد ښار کې له لوی اختر وړاندې د ښاروالۍ له لوري د یخ فابریکو ته د یوې کندې نرخ ۶۰ افغانۍ ورکړی وو، خو له اختر وروسته ورته د یوې کندې نرخ ۳۵ افغانۍ ورکړل شوی، چې په دې بیه مونږ ته مزدوري نه پاتې کیږي ځکه یوه کنده یخ مونږ ته په ۴۵ افغانۍ پریوځي او په دې وروستیو کې د برق پرچاوي او همدارنګه له ډیزلي بریښنا څخه استفاده او د تیلو بیو لوړیدل هغه لاملونه دي چې مونږ د یخ بیه لوړه کړې او ښاروالۍ زمونږ فابریکې تړلي دي.»

خو د جلال اباد ښاروالۍ بیا دا خبره ردوي او وايي، د دوی نرخنامه وروستیو لګښتونو ته په کتو جوړه شوې او په خبره یې هيچا ته به اجازه ورنکړي، چې په خپل سر بیې لوړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په جلال اباد ښار کې په لسګونه د یخ فابریکې فعالیت لري او هرکال د اوړي په راتګ سره دا ډول ناندرۍ راپورته کېږي، چې ډېری زیان یې عامو خلکو ته رسېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه