کندهار کې عامه پیاده‌رونه د تفریح په مېله ځایونو بدل شوي؛ ښاریان: پارکونه لوړ ټکټ اخلي

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې يو شمېر هغه ځوانان چې په پياده رونو کې ناست وي وايي تفريحي پارکونو ته ځکه نه ځي چې د ټکټونو بیې يې لوړې او پاکوالي ته يې پاملرنه نه کوي.

د دغو کسانو شمېر چې سلګونه تنو ته رسېږي د ښار په پياده رونو کې ناست وي تر څو د خپل ملګرو سره د زړه خواله وکړي او د رخصتۍ څو شېبې په خوښیو کې تېرې کړي.

اوس مهال په کندهار کې تر لسو ډېر شخصي او دولتي تفريحي پارکونه شتون لري، خو ډېر شمېر کسان زړه نه ښه کوي ترڅو دغه ميله ځايونو ته ولاړ شي.

شريف الله يو له هغو ځوانانو څخه دی چې د خپلو ملګرو سره د پارک تر دروازې ورغلی خو د تکټونو د لوړې بیې له امله بیرته کور ته ستون شوی دی.

دی وایي، په اوسني شرايطو کې د ټولو افغانانو اقتصادي او رواني حالت خراب دی او ترڅنګ يې د تفريح لپاره يو دولتي پارک هم شتون نه لري.

د کندهار ښاریان د سړکونو خواوو او پیادوه رونو کې تفریح کوي او وایي پارکونو ته ځکه نه ورځي چې ټکټونه یې لوړ او پاکوالی نه لري

دی زیاتوي د رخصتيو په شپو او ورځو کې د پارک د‌ يوه ټکټ بيه د في نفر پر سر له ۱۰۰ څخه بيا تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې وي او دوی نه شي کولای چې هلته ولاړ شي.

دی وايي، د پارکونو د ټکټونو بيه بايد ټیټه شي ترڅو غريبان هم وکولای شي چې پارکونو ته بې له کومې ستونزې ولاړ شي.

د ده په خبره: «که دولتي پارکونه دي او که شخصي پارکونه د ټولو کرايي لوړې دي، يو لا نظافت نه مراعات کوي، موږ د مېلې له پاره ولسواليو ته هم نه شو تللی ځکه خاص نقليه وسايط نه لرو، هلته تر دې لا ډېر مصرف کېږي.»

د نورو کسان ترڅنګ د کندهار ښار یو اوسیدونکی اسد الله هم پياده رونو ته راوتلی او مېله کوي.

ده اطلاعات روز ته وويل، کندهار کې د تفريحي پارکونو مسوولین هغه وخت د ټکټونو بيه پورته کوي چې د جمعې او اخترونو شپې او ورځې وي.

نوموړی زیاتوي په هغو ورځو کې چې دوی رخصت وي پارکونو ټکټونه ګران کړي او دغه تفريحي ځايونو ته د تګ وس نه لري.

نوموړی وايي، که د تفريح پارکونو ټکټونه ارزانه شي نو ټول ځوانان به هلته سره راټولېږي او خپل د خوښۍ شېبې به يو ځای سره لمانځي.

ده زياته کړه، پخوا چې يې اقتصادي حالت ښه و نو د رخصتيو په شپو او ورځو کې به ارغنداب، ګرشک او نورو ولسواليو ته تلل خو سږکال دومره وس نه لري چې يو تفريحي پارک ته لاړ شي.

اسدالله داسې وايي: « له يوې خوا اقتصادي مشکلات ډېر دي او له بلې خوا پارکونو والا بې انصافي کوي. څه وکړو؟ پخوا د دولتي پارک ټکټ په لس افغانۍ و اوس سل افغانۍ شوی زما په جیب کې ټولې ۵۰ افغانۍ نشته پارک ته به څنګه لاړ شم.»

خلک وایي، له یوې خوا یې اقتصادي حالت خراب دی او له بلې خوا د رخصتیو په ورځو کې پارکونو والا بې انصافي کوي مجبور چې د سړک د غاړې ساعت تېر کړي

د محمود جان په نوم یو بل ښاري بيا اطلاعات روز ته وويل، اوس مهال تفريحي پارکونو ته څوک توجه نه کوي او نه دومره ډېر خلک هلته ځي ځکه په رخصتيو کې يې د ټيکټونو بيې لوړې وي.

نموړی زیاتوي، کله ناکله خپل ماشومان له کور څخه بهر را وباسي خو پارک ته يې نه ورولي، ځکه د سړک او پارک فرق نشته.

د ده په خبره، دلته په پارکونو کې قيلون څکول کېږي، پاکولی نه مراعات کېږي، ونو او چمن ته يې پاملرنه نه کېږي او ټکټونه ګران پلوري.

هغه وايې: «د يوه نفر دا پر چا نه غمېږي خو که مثلآ ته د لسو ملګرو له پاره ټکټونه رانيسې چې د هر کس ټکټ په سل افغانۍ شي نو باره ته حساب ورته وکړه، بېخي ځان زر افغانیو ته رسوي، په دې زر افغانیو زه په ښار کې مېوه، انرژي، او نور خوراکي توکي د ملګرو له پاره رانيولی شم.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولین د یادې ستونزې پړه په اجاره دارانو اچوي او وایي چې دوی ټول دولتي پارکونه اجاره دارانو ته ورکړي او د ټکټونو بیې هم هغوئ پورې اړه لري.

دوی زياتوي چې شخصي پارکونه يوازې ورسره ثبت دي او په نورو چارو کې يې ښاروالۍ مداخله نه شي کولای.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه