پکتیکا کې ۸۰ سلنه خصوصي روغتیايي مرکزونه قانوني جواز نه لري

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې خصوصي روغتونونه، لابراتوارونه او لسګونه درملتونونه له قانوني جواز پرته فعالیت کوي، چې دې چارې په روغتیايي خدماتو د خلکو باور ته زیان رسولی دی.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، په خصوصي روغتونونو، درملتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو  کې ناروغان په خورا لوړه بیه د طالبانو د حکومت له نظارت پرته تداوي کیږي او هم ورباندې بې کیفیته درمل پلورل کیږي.

د مرکز ښرنې یو تن اوسېدونکي ادم خان ښرنوال اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې اوس مهال په ښرنې ښار کې څو شخصي روغتونونه فعالیت کوي خو د قانوني جواز نه درلودلو او د روغتیا ریاست د نه څار له امله په خورا لوړه بیه ناروغان تداوي کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د ناقانونه روغتیايي مرکزونو د فعالیت له وجې په اوسنیو سختو اقتصادي ستونزو کې خلک نه شي کولی چې خپل ناروغان پلازمینې کابل او یا هم پاکستان ته انتقال کړي نو مجبور دي چې په همدغو شخصي روغتونونو کې ورباندې درملنه وکړي.

ادم خان وايي: «مونږ په ښرنې ښار کې ډېر داسې روغتونونه لرو چې فعالیت یې ناقانونه دی او تر اوسه ورته حکومت هم څه نه دي ویلي، دغې بې نظمي د روغتیا سیستم ګډوډ کړی او د دوی د تداوي د لوړو بیو وس هم خلک نه لري.»

د پکتیکا خلک شکایت کوي چې په درملتونونو کې بې کیفیته درمل په لوړه بیه پلورل کېږي

د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي شریف الله بیا په خپله ولسوالۍ کې د بې کیفیته درملو په پلور اندېښمن دی او وايي، مټاخان کې اوس مهال ګڼ درملتونونه فعال دي خو د قانوني جواز نه درلودلو له امله په خلکو په لوړه بیه بې کیفیته درمل پلوري.

هغه زیاتوي، چې د دغو بې کیفیته درملو له وجې نه یوازې دا چې ناروغان له ناروغۍ ژغوري بلکې په ګڼو نورو مرضونو یې هم اخته کوي.

شریف الله داسې وویل: «په مټاخان کې هم له نیمايي ډېر درملتونونه قانوي جواز نه لري او په کې شته درمل یې زیاتره له وخته تېر وي او یا هم بې کیفیته وي، د دغو درملو بیې هم خورا لوړې دي. هر کله یې چې مونږ د خپلو ناروغانو لپاره یوسو نو د ګټې پر ځای په ناروغ کې سل نور مرضونه را پیدا کوي.»

د پکتیکا ولایت قومي مشر ملک سرور خان بیا د طالبانو له حکومت په دې برخه کې د جدي څار غوښتنه کوي. هغه وايي که د دې خپلسرو روغتونونو، درملتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو مخه و نه نیول شي نو خلک به دې ته مجبور شي چې هغه د پخوانۍ کورنۍ طبابت څخه ګټه پورته کړي.

خان وویل: «د دې ګډوډ روغتیايي وضعیت له امله اوس هم ګڼ کسان خپل ناروغان پاکستان ته د عادي ناروغۍ د درملنې لپاره استوي، ځکه مجبور دي دلته د ناروغ معاینات مسلکي نه دي، درمل یې کیفیت نه لري او نه هم نور داسې څه شته چې ناروغ دې ورباندې صحتمند شي، خو طالبانو ته پکار دی چې د دې کار مخه ونیسي.»

په ورته مهال بیا د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د روغتیا ریاست مسوولینو هم د ناقانونه روغتونونو، درملتونونو او لابراتوارونو فعالیت مني او ډاډ یې ورکړی، چې د مخنیوي لپاره به یې پوره هڅه وکړي.

په شخصي روغتونونو کې د درملنې لوړې بیې او په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د درملو او مسلکي ډاکټرانو کموالی د دې لامل شوی دی، چې د پکتیکا په ګډون د سویل ختیځ زون ډیری اوسېدونکي خپل ناروغان د درملنې په موخه له انګور اډې او د پکتیا له ډنډپټان لارې پاکستان هیواد ته استوي، چې هلته هم په لاره کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه