د جلال اباد ښاریان د ګندګیو له بد بوی پوزې ته راغلي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکي وایي، چې په دې ښار کې د قربانیو د پاتې شونو له بد بوی څخه سخت په تنګ راغلي دي.

دوی وایي، که څه هم له اختر وړاندې له خلکو په ځلونو دا غوښتنې وشوې، خو بیا هم خلکو دې برخې ته پام ونه کړ او ځینو کورنیو د خپلو قربانیو پاتې شوني په لارو او کوڅو کې غورځولي، چې له امله یې بد بوی زیات شوی دی.

د جلال اباد ښار یو اوسیدونکي سید ولي شاه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، دوی نه یوازې د ښار له ګنده ګیو زوریږي بلکې د اختر د قربانیو د پاتې شونو له امله ځینې خلک په مختلفو ناروغیو اخته شوي او که پر وخت یې غم ونه شي ستونزې لاپسې زیاتیدلی شي.

د جلال اباد ښاریان وایي، هره کوڅه کې د مالونو کولمې او ګندګي پرته ده او ښاریان یې په ناروغیو اخته کړي دي

سیدولي شاه زیاته کړه:«د لوی اختر پرمهال جلال اباد ښار کې ګرځیدل سخت دي ځکه هر چا چې قرباني کړې نو ګنده او د قربانیو پاتې شوني یې په لارو کې غورځولي او نن یې څلورمه ورځ ده؛ چې لمر ته پراته دي او بد بوي کوي خلک یې له ستونزو سره مخ کړي، په کومه کوڅه چې داخلیږي ګنده ګي پرته وي زیاتره خلک د همدې بد بوئ له امله ناروغه شوي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکي غورځنګ بیا د ښار د پاکوالي په برخه کې له ښاروالۍ سره د عامو خلکو په همکارۍ ټینګار کوي.

نوموړی وایي، د خلکو د نه همکارۍ له امله نه یوازې په اخترونو بلکې په عادې ورځو کې هم د ښار پاکوالي ته پام نه کیږي.

«تر ډیره د ښار د نه پاکوالي په برخه کې ښاریان په خپله ملامته دي، ځکه یوه کورنۍ چې اختر کې قرباني کوي نو ولې یې د څارویو ګنده ګي په لارو او کوڅو کې غورځوي، په کار ده چې دا ګنده ګي او نور شیان چې ښار چټلوي باید ښخ شي او همدارنګه خلک له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.»

بل لور ته د جلال اباد ښاروالۍ طالب ویاند بختي جان مراد د خلکو نیوکې پر ځای نه بولي او وایي، د لوی اختر په ټولو ورځو کې یې د تنظیفاتو برخې کارکوونکو په نوبت وار ډول د ښار له ټولو برخو د اختریزو قربانیو پاتې شوني راټول کړي او مشخص ځای ته یې انتقال کړی دي.

د جلال اباد ښاروالۍ وایي، د ښار د ټولو ناحیو څخه یې په نوبت وار ډول د لوی اختر پاتې شوني راټول کړي

مراد زیاته کړه:«د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیفاتو برخې کارکوونکو د لوی اختر په ټولو ورځو کې په شیفت وار یا نوبت وار ډول د ښار په ټولو ناحیو کې د اختریزو قربانیو پاتې شوني راټول کړي او له ښار لیرې مشخص ځای ته انتقال شوي دي؛ زمونږ کارکوونکي شپه ورځ په دې هڅه کې دي چې ښار پاک وساتي او د پاکوالي په برخه کې د خلکو همکار له ښارولۍ سره ډیره مهمه ده.»

ښاریان داسې مهال د لوی اختر پرمهال د قربانیو د پاتې شونو له بد بوی شکایت کوي، چې روغتیا پالان هم له خلکو غواړي چې د خپل ځان د خوندیتوب لپاره دې روغتیایي لارښوونې په پام کې ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه