پکتیا: اریوب ته تللي سیلانیان د طالبانو له ناسم چلند شکایت کوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ «سپینې» شګې سیمې ته د لوی اختر په موخه له بېلابېلو ولایتونو ورغلي سیلانیان د طالبانو له ناسمې رویې سرټکوي او وايي، چې په یاده سیمه کې میشت نظامي طالبان او د امربالمعروف کسان سیلانیان دې ته نه پرېږدي چې د خپلې خوښې تفریحي پروګرامونه ترسره کړي.

د سیلانیانو په خبره چې د اختر په دوهمه ځینې ځوانان د امربالمعروف کسانو له خوا په دې تور وډبول شول چې محلي موسیقي یې غږوله.

د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي میرولي په سیمه کې د ټلیفون له لارې اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې له اختر وروسته په تېرو دوو ورځو کې ګڼې داسې پېښې شوي چې طالبانو په موټرو کې د موسیقۍ غږولو له امله ځوانان ښکته کړي او په مرګوني حالت یې ډبولي دي.

هغه وايي: «اریوب ته د چکر لپاره له ټولو ولایتونو لسګونه زره کسان راځي خو طالبانو اوس دومره بد وضعیت له سیلانیانو سره راخیستی چې دې حالت ته په کتو به د بل ځل لپاره څوک دغې سیمې ته د تفریح لپاره زړه ښه نه کړي، ځوانان په دې توهین او یا هم وهل کیږي چې موټر کې یې موسیقي چلانده کړې وي.»

د پکتیا د اریوب ځاځي سپینې شګې سیمه چې د افغانستان له مختلفو سیمو ځوانان د چکر په موخه دغه ځای ته ورځي او ساعت تېروي

د چکر په موخه یو بل ځوان ولي زوی هم د طالبانو د ناسم چلند په دوام اندېښمن دی هغه وویل، چې تېره ورځ ځینو ماشومانو په سپینې شګې سیمه کې له موسیقي پرته اتڼ کاوه خو یوې ډلې نظامي طالبانو یې نه یوازې مخه ونیوله بلکې په جزايي ډول یې رینجر موټر ته ور واچول او له ځانه سره یې یوړل.

هغه د خپلو لیدلی وضعیت داسې بیانوي: «اریوب ځاځیو ته چې خلک راځي د دې لپاره نه راځي چې طالبان دې ورته کنداغونه ورکړي اریوب د تفریح ځای دی خو مونږ چې د طالبانو دغه وضعیت او سخت دریځ ګورو نو زه ګمان نه کوم چې بیا دې څوک زړه ښه کړي، ځکه څوک چې موټر کې موسیقي غږوي طالبان ورپسې راځي او وهي یې چې ولې دا کار کوې. پرون څو تنو تنکي ځوانانو ه موسیقي پرته اتڼ کاوه خو بیا یې هم هغه ماشومان له اتڼ وګرځول او د رینجر موټر په باډۍ کې یې ځانه سره یوړل.»

سپینې شګې سیمې ته له کندهار، کابل، پکتیکا، خوست، ننګرهار او ګڼو نورو ولایتونو هم سیلانیان ورغلي دي، د پکتیکا ولایت یو اوسېدونکي جاوېد ښرنوال بیا وویل، چې سپینې شګې سیمه سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرېدو په موخه په قرار داد ورکړل شوې خو د نوموړي په وینا چې لاهم سیلانیانو ته کافي امکانات په واک کې نه دي ورکړل شوي او د هټۍ والو له خوا د خوراکي توکو له لوړو بیو یې هم شکایت وکړ.

هغه داسې وویل: «په قرار داد خو ورکړل شوې ولې مونږ چې ګورو له یو څو خېمو پرته بل څه نشته، دوکاندارانو دومره ظلم راخیستی دی چې د HIT په نوم د ۳۰ افغانیو انرژۍ په ۱۰۰ افغانۍ خرڅول کیږي او همدا رنګه د شین چای یو وړوکی ترموز په ۵۰ افغانۍ پلورل کیږي.»

په همدې حال کې بیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ لپاره د طالبانو محلي مسوولین له سیلانیانو سره د نظامي طالبانو د ناسم چلند تورونه ردوي او وايي، چې ځینې ځوانان په خورا لوړ اواز موسیقي غږوي او د امربالمعروف کسانو له لوري ورته د نه غږولو توصیه کیږي.

د مالوماتو له مخې په تېرو دریو ورځو کې د اریوب ولسوالۍ سپینې شګې سیمې ته له ګڼو لایتونو تر شاوخوا دوه سوه زره سیلانیان داخل شوي دي. ځايي خلک او ورغلي سیلانیان د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې یاده سیمه په ملي پارک ونوموي او هلته د سیلانیانو لپاره ټولې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه