اطلاعات روز: په ننګرهار کې خلک شکایت کوي چې د لوی اختر په رارسیدو سره د څارویو بیې لوړې شوي، چې د نرخونو د کنترول په برخه کې له حکومت د اقداماتو غوښتنه کوي.
د ننګرهار یو اوسیدونکی شفیع الله چې د قربانۍ لپاره د څارويو اخيستو په موخه مېلې ته راغلی، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره یې په خبرو کې وويل، یوې خوا څاروي ګران شوي او له بلې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی.
هغه وايي، تېر کال يې يو ښه غوښن پسه په ۱۵زره کلدارې اخيستی و؛ خو سږ کال يې په هماغه اندازه تر شلو زرو هم پيدا نه کړ.
د نوموړي په خبره چې تېر کال د وړو او غټو څارويو نرخونه د سږ په پرتله درې، څلور زره کلداري ارزانه وو.
شفیع الله زیاته کړه:«سږکال د څارویو بیې ډیرې لوړې شوي په خاص ډول د وړو څارویو چې د هر یو په بیه کې پوره زیاتوالی راغلی، ډیر خلک چې وس نه لري نو د قربانۍ لپاره سږکال څاروي هم نشي اخیستلی؛ ځکه بیې لوړې او خلک دومره وس نه لري.»
یو شمیر نور خلک بیا وایي، چې په دې ورستیو کې د کار نشتوالي او بې روزګارۍ زیاتیدو او د څارویو لوړې بیې هغه لاملونه دي چې ښيې سږکال زیات شمیر خلک د لوی اختر قرباني ونه کړي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي عبدالصمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، هغه خلک چې بازار ته د څارویو اخيستلو لپاره راځي، د بیو د لوړوالي له امله نه شي کولای چې په اسانۍ سره د خپلې وسې مطابق څاروي پیدا کړي.
په همدې حال کې د څارویو پلورونکي وایي، د وړو څارويو په نرخونو کې دتیر کال په پرتله له زرو تر پنځو زرو او د لويو مالونو په نرخونو کې تر لسو زرو کموالی راغلی دی.
په ورته مهال د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د حیواني برخې امر ضمیر بهسودی د څارویو د بیو لوړیدل مني او وایي، دیادې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شوي دي.
بهسودی زیاتوي:«ننګرهار کې د څارویو بیې لوړې شوي او لامل یې د ځینو سوداګرو له لوري په لوی لاس دا کار کیږي چې د اختر په رانیږدې کیدو سره دوی د خلکو له مجبوریته ګټه اخلي او د څارویو بیې لوړوي، خو په دې برخه کې تر ډیره باید ښاروالۍ د څارویو نرخونه کنترول کړي.»
د عامو خلکو په باور هغه کسان کې چې اقتصادي وضعه یې کمزورې ده او د قربانۍ هیله لري د څارویو لوړو بیو ته په کتو ښايي په لوی اختر کې له قربانۍ پاتې شي.
