کندهار او زابل ولايتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله ۲۲ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په کندهار او زابل کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادو ولایتونو په يو شمېر ولسواليو کې له تېرو څلورو ورځو راپه دیخوا سخت ورښتونه روان دي چې پر مهال يې سېلابونه جاري شوي او د ګڼ مالي زیانونو ترڅنګ پکې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې شل تنه د سېلابونو له امله مړه شوي چې له هغې جملې د يوې کورنۍ ۷ غړي يوازې په دای چوپان ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی زیاتوي، ژوبل کسان اوس مهال تر درملنې لاندې دي خو په خبره یې کیدای شي په دغه ولايت کې د سېلابونو له کبله د مرګ ژوبلې شمیر تر دې هم لوړه شي.

دغه راز زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي رحمت الله حماد نيازي اطلاعات روز ته وویل، چې د دغه ولايت په مرکز قلات، سيوري، شینکۍ، دای چوپان او شاجوې ولسواليو‌ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي او ځاني زیانونه رسولي.

هغه وايي، د يادو سېلابونو له امله د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې د يو ملا کور نړېدلی او پر مهال يې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي دي.

دی زياتوي چې سېلابونو د زابل ولايت د خلکو زرګونه د سولر برېښنا هندارې ماتې کړي او کورونه يې ور چپه کړي دي.

زابل کې عام خلک وایي، ټولې بریښنایي تختې یې سیلاب ماتې کړي او کورونه یې چپه شوي دي

د ده په خبره چې خلکو ته د ور اوښتو مالي زيانونو شمېر ميليونونه افغانیو ته رسېږي او زابل کې د طالبانو والي په دغه ولايت کې پر ټولو دولتي اداروغږ کړی ترڅو د سیلابونو راووتو پر وخت خلکو سره د مرستې کولو له پاره اماده اوسي.

دغه راز د کندهار د معروف ولسوالۍ یوه  اوسېدونکي مطیع الله اطلاعات روز ته وویل، چې په دغې ولسوالۍ کې د سيلابونو د جاري کېدو سره دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وایي، چې له څلورو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې سېلابونه جاري دي او مرګ ژوبلې ترڅنګ يې د خلکو کورونه چپه کړي دي.

 د ده په خبره په معروف، ارغستان او سپين بولدک ولسوالۍ کې د خلکو د سولرېزي برېښنا هندارې ماتې شوي او د تازه مېوو حاصلات یې له منځه تللي دي.

دی وایي، چې خلک جدي مرستو ته اړتيا لري او تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

په همدې حال کې کندهار ولايت کې د طالبانو ولايت مقام مسوولينو ويلي چې تر اوسه کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د ژغورنې عمليات يې دوام لري.

د کندهار ولايت مقام په خبره چې په اوبو کې ټول بند کسان يې ژغورلي او سيمي ته يی چورلکه استولې ترڅو خلک وژغوري.

د کندهار او زابل ترڅنګ د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم سخت ورښتونه شوي چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه