ارزګان کې یوې نجلۍ هغه وخت ځان وژنه کړې کله چې د خپلې خوښې هلک ته نه ده کوژده شوې

اطلاعات روز: ارزګان کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روزته وويل، چې په دغه ولايت کې يوې ۱۸ کلنې نجلۍ هغه وخت ځان وژنه کړې کله چې یې کورنۍ د خپلې خوښې هلک ته نه ده ورکړې.

د سرچينې په وینا یادې نجلۍ تېره ورځ (یکشنبه، ۱۲ د چنګاښ) د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ په «دهزک» نومي سیمه کې د تاریاکو په خوړلو سره خپل ژوند ته د پای ټکی ایښی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې دغې ۱۸ کلنې نجلۍ هغه وخت ځان وژلی کله چې یې کورنۍ د دې د خوښې هلک راغلې مرکه جواب کړې ده.

دغه سرچينه زیاتوي، چې هلک د دغې نجلۍ کورنۍ ته څو ځله د کوژدې په موخه خلک ور ليږلي وو خو د نجلۍ کورنۍ د دغه کار سره مخالفت کوه او نه يې غوښتل چې نجلۍ د خپلې خوښې هلک ته ورکړي.

په تېره ۲۴ ساعتونو کې دا دریمه ځان وژنه ده چې پیغلې نجونې یې کوي.

د افغانستان په دایکندي، ارزګان او تخار ولایتونو کې پیغلو نجونو د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو له امله ځان وژنې کړي دي.

عام باور دا دی چې زیاتره کورنیو کې تاوتریخوالی له همدې امله رامنځته کېږي چې نجونې او هلکان پخپله خوښه واده نه‌شي کولی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه