اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز زرنج «کنګ» پر عمومي سړک د موټر د چپه کېدو له امله يو تن مړ او دوه نور ټپيان شوي دي.
نيمروز کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حبیب الله الهام وايي، چې نن سهار (شنبه، ۱۱ د چنګاښ) د نيمروز د مرکز زرنج اوکنګ د لويې لارې په اوږدو کې يو موټر له درېيو مسافرو سره له سړک څخه اوښتی چې له امله يې يو کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.
الهام زياتوي چې موټر په بشپړ ډول تخريب شوی او د پيښې قربانيان د دوی له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه وايي، پیښه د ډریور د بې احتیاطي او د زیات سرعت له امله رامنځته شوې ده.
په دي ورستيو کې د هېواد په بیلابیلو ولايتونو کې ترافيکي پيښې زیاتې شوي چې خلک یې د رامنځته کیدو اصلي علت بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی یادوي.
