اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولین وايي د دغه ولايت د ګرشک او ګرمسیر ولسوالیو ترمنځ تېر شوي سیند کې د هغه دوه کسانو جسدونه موندل شوي چې د تيرې پنج شنبې په ورځ اوبو ډوب کړي وو.
هلمند کې طالبانو د اطلاعات او کلتور مرستيال محمدقاسم رياض وايي، اوبو کې ډوب شوي یاد دوه کسان د ګرشک او ګرمسير ولسواليو اوسيدونکي وو چې تېره ورځ ( جمعه، ۱۰ د چنګاښ) یې جسدونه د طالبانو لخوا وموندل شول.
د طالبانو دغه مسول خبر ورکوي چې د تيرو څو ورځو راهیسې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د ماشومانو په ګډون پنځه کسان په اوبو کې غرق شوي او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
دا په داسي حال کې ده چې د هوا په ګرميدو سره د هلمند سيند کې خلک لامبو وهي چې له امله يې دغه ډول پيښې رامنځته کيږي.
